۸صبح، کابل: د افغانستان د ملي مقاومت جبهې ویاند عبدالله خنجاني وايي چې طالبان پنجشېر د ځان لپاره یو ستراتیژیک ګواښ ګڼي او په دې ولایت کې یې نږدې ۳۰ زره ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.
خنجاني سه شنبه، د تلې پر ۲۸مه، ویلي چې طالبانو په پنجشېر کې شاوخوا ۷۰۰ امنیتي پوستې جوړې کړې دي او په هره پوسته کې له ۳۰ تر ۴۰ پورې طالبان حضور لري.
د هغه په وینا، د طالبانو پوستې داسې ځای پر ځای شوې دي چې هره پوسته د بلې پوستې تر لید لاندې وي.
د ملي مقاومت جبهې ویاند زیاته کړې چې په پنجشېر کې د طالبانو د ځواکونو شمېر له پاکستان سره پر پوله په پوستو کې د ځای پر ځای شویو ځواکونو دوه برابره دی.
هغه همداراز طالبان په پنجشېر کې د پراخ پوځي حالت په رامنځته کولو، د دې ولایت د اوسېدونکو د ځپلو او له پنجشېریانو سره د تبعیضي چلند په کولو تورن کړي دي.
خنجاني زیاته کړې چې طالبانو پنجشېريتوب په یوه سیاسي جرم بدل کړی دی.
نوموړي ویلي چې طالبان د پنجشېر د اوسېدونکو په وژلو کې له «تاریخي احتیاط او د هېوادپالنې له مصلحت» پرته اقدام کوي.





