د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په نړۍ کې د لوږې د دوام په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې له څو لسیزو پرمختګونو سره سره، د خوړو نړیوال نظام لا هم له جدي ننګونو سره مخ دی.
ګوترېش دوشنبه د تلې پر ۲۷مه، پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې په نړۍ کې د لوږې کچه لا هم د منلو وړ نه ده.
هغه ټینګار کړی چې هر انسان خوړو ته د لاسرسي حق لري او هېوادونه باید د ټولو لپاره د سالمو او کافي خوړو د برابرولو په موخه عملي اقدامات وکړي.
نوموړي زیاته کړې: «راځئ خپلې ګډې ژمنې په عملي اقداماتو بدلې کړو او د ټولو لپاره دوامدار، سالم او عادلانه خوراکي نظامونه برابر کړو.»
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو تر دې وړاندې په یوه راپور کې په افغانستان کې د خوړو د ناامنۍ او خوارځواکۍ د زیاتېدو په تړاو خبر ورکړی و.
دغه سازمان پنجشنبه د تلې پر ۲۳مه، اعلان کړی و چې په افغانستان کې حاده خوارځواکي او لوږه تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې او په هېواد کې ۱۵.۹ میلیونه کسان له سختې خوراکي ناامنۍ سره مخ دي.





