په شریکه د کورونو جوړولو په بهیر کې ځینې ښکېل کسان له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې د جدي او مسلکي څارنې د نشتوالي له امله د دغو ودانیو د کیفیت په اړه اندېښنه څرګندوي. دوی ادعا کوي چې په کابل کې د طالبانو ښاروالۍ د دغو پروژو د څارنې پر مهال د بډو په اخیستو سره په هوکړهلیکونو کې له ټاکل شویو معیارونو سترګې پټوي او ودانیزو شرکتونو ته اجازه ورکوي چې د خپلې خوښې له مخې کار وکړي. د دغو سرچینو په وینا، د انجینرۍ معیارونو ته پر نهپاملرنې سربېره ، د ګاونډیانو د کورونو خصوصي حریم او د دې بهیر چاپېریالي پایلې هم له پامه غورځول کېږي. دوی خبرداری ورکوي چې د دې وضعیت دوام، د اوبو د سرچینو د کمښت له زیاتېدو او د هوا د ککړتیا له ډېرېدو سره، د کابل ښار د راتلونکي لپاره ناوړه پایلې لرلای شي.
په دې بهیر کې یو ښکېل کس له ۸صبح سره په خبرو کې وايي: «د شریکآباد ډېری کورونه په ټیټ کیفیت جوړېږي. هغه سیخګول او سمنټ چې په قرارداد کې یې یادونه شوې، نه کارول کېږي او اندازه یې کموي. دغه ودانۍ د انجینرۍ له معیارونو سره سمې نه جوړېږي؛ ځکه شرکتونه د ناحیو رییسانو او د ودانیو د کنټرول کارکوونکو ته بډې ورکوي. د ځمکې له خاوند سره ظلم کېږي؛ ځکه هر ځای چې مراجعه کوي، غږ یې نه اورېدل کېږي او ان د ناحیې له خوا ګواښل کېږي.»
دغه کس چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي، وايي: «که په نقشه کې د ۱۶ مليمتره سیخګول په پام کې نیول شوی وي، شرکتونه د ۱۴ مليمتره سیخګول کاروي یا د سیخونو شمېر کموي. خامې جغلې او ارزانه شګه کاروي چې خاوره لري. په داسې حال کې چې کانکرېټ باید لږ تر لږه لس ورځې اوبه شي، دغه شرکتونه ان درې ورځې هم اوبه نه ورکوي. یوه نههپوړیزه ودانۍ چې په هر پوړ کې دوه استوګنیز واحدونه لري، په ټولیز ډول ۱۸ واحدونه کېږي او ښايي سبا پکې تر ۳۰۰ پورې کسان ژوند وکړي. د دغو کسانو ژوند له خطر سره مخ دی؛ ځکه د ودانۍ بنسټ ډېر کمزوری دی او ودانۍ ښايي ان د زلزلې له پېښېدو پرته هم کېني. خدای مه کړه، که زوروره زلزله وشي، دغه کورونه به د زرګونو انسانانو د مړینې لامل شي.»
دغه کس چې د شریکآباد د یوې پروژې د څارنې مسوولیت یې درلود، زیاتوي: «ما له یوې دغې پروژې څارنه کوله، خو د شرکت پر وړاندې مې مقابله ونهشوای کړای؛ ځکه دغه شرکت پیسې او د ناحیې ملاتړ له ځان سره لري. د ځمکې د خاوند له خوا د پروژې د څارنې مسوول وم، خو ناحیې پر موږ فشار راوست او هېچا زموږ غږ وانهورېد. ان د شکایت د ثبتولو لپاره د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ته هم ورغلو، خو بیا هم چا زموږ غږ وانهورېد.»
بله سرچینه وايي: «شرکتونه د نمایشي، فېشني او لوکسو ډیزاینونو په جوړولو سره د خلکو پام ځان ته رااړوي، خو د ودانیو اسکلیټونه له معیارونو سره سم نه دي او د انجینرۍ اصول تر پښو لاندې کېږي؛ ځکه شرکتونه د ټاکل شویو معیارونو له مخې کار نه کوي او ټولو ته بډې ورکوي. په شریکآباد کې فساد خپل اوج ته رسېدلی دی. د ودانیو د کنټرول ریاست، د جوازونو د صادرولو مسوولان او د ناحیو رییسان له شرکتونو سره په فساد کې ښکېل دي. شرکتونه ان د خپلو کارګرانو مزدوري هم په اسانۍ نه ورکوي. شریکآباد په مافیايي بڼه بدل شوی دی. طالبان او شرکتونه د خلکو پر وړاندې نه بښل کېدونکی خیانت کوي.»
بله سرچینه وايي: «شرکتونه د نمایشي کارونو او فېشني او لوکس ډیزاینونو په جوړولو سره د خلکو پام ځان ته رااړوي، خو د ودانیو اسکلیټونه له معیارونو سره سم نه دي او د انجینرۍ اصول تر پښو لاندې کېږي؛ ځکه شرکتونه د ټاکل شویو معیارونو له مخې کار نه کوي او ټولو ته بډې ورکوي. په شریکآباد کې فساد خپل اوج ته رسېدلی دی. د ودانیو د کنټرول ریاست، د جوازونو د صادرولو مسوولان او د ناحیو رییسان له شرکتونو سره په فساد کې ښکېل دي. شرکتونه ان د خپلو کارګرانو مزدوري هم په اسانۍ نه ورکوي. شریکآباد مافیايي بڼه خپله کړې ده. طالبان او شرکتونه د خلکو پر وړاندې نه بښل کېدونکی خیانت کوي.»
دغه سرچینه، چې پخپله یې د ودانیو د جوړولو بهیر څاره، وايي: «د بېلګې په توګه، که د ودانۍ د بنسټ لپاره د سمنټو زرو بوجیو ته اړتیا وي، شرکت شاوخوا ۷۰۰ تر ۸۰۰ بوجۍ سمنټ کاروي. په ډاډ سره وایم چې دغه کورونه د زلزلې او طبیعي پېښو پر وړاندې د مقاومت وړتیا نه لري.»
له دې سره هممهاله، د دې راپور د چمتو کولو پر مهال د ځینو کتل شویو ویډیوګانو او انځورونو ارزونه او د څارونکو تایید ښيي چې په ځینو پروژو کې اړین معیارونه نه دي رعایت شوي. د دوی په وینا، په داسې حال کې چې په اسنادو او نقشو کې د ۲۰ مليمتره سیخګول یادونه شوې، په عملي توګه ۱۶ مليمتره سیخګول کارول شوی دی.
سرچینې دا هم تاییدوي چې د دغو شرکتونو کړنو حقوقي شخړې رامنځته کړې دي او اوس مهال ډېری دغه قضیې په کابل کې د طالبانو په محکمو کې تر څېړنې لاندې دي. د دغو سرچینو په وینا، د دې قضیو د څېړنې په بهیر کې هم پراخ فساد شته او د طالبانو قاضیان د یوې خوا په ګټه د شخړو د حلوفصل لپاره له شرکتونو او ښکېلو لورو د پام وړ پیسې غواړي.
په همدې حال کې، د سوداګریزو اعلانونو زیاتوالي او په دې بهیر کې د ودانیزو فعالیتونو پراختیا د هېوادوالو غبرګونونه هم راپارولي دي. په دې بهیر کې ښکېل ځينې ښکېل کسان او هغه کسان چې سیمې یې له نږدې کتلي، وايي چې دا ډګر د غیرمسلکي کسانو لاس ته لوېدلی او ډېری فعالیتونه د شخصي ګټو پر بنسټ ترسره کېږي. د دوی په وینا، په دې بهیر کې د ودانیزو چارو معیارونو او نويو سټنډرډونو ته لازم پام نه کېږي.
احمد (مستعار نوم) وايي: «په ډېرو مواردو کې تخصص او تجربه د پیسو او واسطې ځای نیولی دی. ودانیزې چارې کولای شي د پرمختګ او ثبات لاره هواره کړي، خو اوسنی وضعیت تر ډېره مافیايي او سوداګریز شکل خپل کړی او معیارونو ته پام نه کېږي. هغه خلک هم چې کور ته اړتیا لري، د رنګارنګ ډیزاینونو په لیدلو لېواله کېږي چې هر څومره ژر وي، د کور خاوندان شي؛ خو د دې کار اوږدمهاله پایلې لږې په پام کې نیسي.»
د ټولنیزو شبکو یوه کاروونکي په غبرګون کې لیکلي دي: «دا کار بېبنسټه دی او ډېری کسان ترې پښېمانه شوي دي. بېکیفیته اپارتمانونه خلکو ته سپارل شوي دي. په دوو میاشتو کې یې شپږ پوړونه بشپړ کړي دي؛ ایا دا د انجینرۍ له پلوه معیاري کار دی؟ د کار چټکتیا حیران کړی یم.»
یو شمېر نور هېوادوال د ودانیزو چارو بهیر د اندېښنې وړ بولي او وايي چې په دې بهیر کې د خلکو د کورونو خصوصي حریم نقض کېږي او هغه کسان چې نه غواړي په دې ډول ودانیزو چارو کې ښکېل شي، د دغو ودانیو تر سیوري لاندې پاتې کېږي.
د کابل یو اوسېدونکی وايي: «د دغو کارونو ډېره برخه په استوګنیزو سیمو کې ترسره کېږي او د ګاونډیانو حریم نقضوي. ودانۍ پرلهپسې لوړېږي او استوګنیز کورونه خپل شخصي حریم له لاسه ورکوي.»
د کابل یو بل اوسېدونکی وايي: «په کابل کې شریکآباد د تباهۍ په مانا دی. د اوبو سرچینې ورځ تر بلې کمېږي او د دغو ودانیو هره یوه د مرکز ګرمۍ د سیستم په فعالولو سره د هوا ککړتیا دوه برابره زیاتوي. هېڅوک د ښار په فکر کې نه دي او ټول یوازې د خپلو لنډمهاله ګټو په لټه کې دي. خلک د ابادۍ او پرمختګ مخالف نه دي؛ هغوی غواړي چې هر څه له معیارونو سره سم او د ځمکې او طبیعي سرچینو له ظرفیت سره برابر پر مخ ولاړ شي.»
په همدې حال کې، د کابل یو شمېر اوسېدونکي په شریکه د کورونو جوړول د کورونو د برابرولو په برخه کې مثبت ګام بولي او په دې باور دي چې له طالبانو سره اختلافات باید په هېواد کې د ودانیزو چارو د بهیر د مخالفت په مانا نه وي. د دوی په باور، خلک کولای شي په لږ لګښت د خوښې وړ او لوکسو کورونو خاوندان شي او باید د دې بهیر ملاتړ وشي. خو د چاپېریال کارپوهان او متخصصان هم د دې وضعیت د دوام په اړه خبرداری ورکوي او ټینګار کوي چې هېڅ ښار باید د ودانولو له ټاکل شویو معیارونو بهر پراختیا ونه مومي.





