۸صبح، کابل: د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي تور پورې کړی چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند له کابله امر اخیست.
نوموړي دوشنبه، د اکټوبر پر ۱۲مه، په پېښور کې یوې خبري غونډې ته وویل، د خیبر پښتونخوا راتلونکې تګلارې به د پاکستان د فدرالي حکومت د لارښوونو له مخې ټاکل کېږي.
هغه وویل: «د تحریک انصاف سیاستونه له کابله راتلل؛ خو زموږ سیاستونه به د فدرالي حکومت له لوري ټاکل کېږي، نه د بل ځای له خوا.»
پاکستاني چارواکو په ځلونو طالبان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په ملاتړ، تمویل او هغوی ته په پناه ورکولو تورن کړي دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د تلې په ۱۹مه ادعا وکړه چې د ترهګرو ډلو له ۲۰ زرو ډېر غړو په افغانستان کې پناه اخیستې ده.
طالبانو دا تورونه رد کړي او له اسلاماباده یې غوښتي چې د تورونو پر ځای پر خپلو کورنیو ستونزو تمرکز وکړي.





