۸صبح، کابل: د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، په تېر یوه کال کې په افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله ۶۷۹ کسان مړه شوي دي.
د دغې طالب ادارې ویاند محمد یوسف حماد د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو له نړیوالې ورځې سره هممهاله ویلي چې په دې موده کې ۱۶۳۴ نور کسان ټپیان شوي هم دي.
د هغه په وینا، څلور زره او ۴۷۰ کورونه په بشپړ ډول او ۱۷ زره او ۶۶۴ نور کورونه په نسبي ډول ویجاړ شوي دي.
د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو نړیواله ورځ هر کال د اکټوبر پر ۱۳مه د دې لپاره نمانځل کېږي چې د خلکو عامه پوهاوی زیات او د لویو طبیعي پېښو پر وړاندې د ټولنو چمتووالی پیاوړی شي.
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په ۱۹۸۹ کال کې دا ورځ په رسمیت وپېژندله او په ۲۰۰۹ کال کې یې د اکټوبر ۱۳مه د دې ورځې د نمانځنې لپاره رسمي نېټه وټاکله.





