د کندز ولایت د سيدآباد کلي د جامع جومات د لمونځ کوونکو په منځ کې مرګوني ځانمرګي برید توند غبرګونه راپارولي او د نړیوالو له خوا غندل شوی دی. په دغه برید کې چې داعش ډلې یې مسوولیت منلی لسګونه تنه مړه او ټپیان شول. د دغه ځانمرګي برید وژل شوي کسان د شنبې په ورځ د تلې په اوولسمه نېټه په یوه هدیره کې د یو بل ترڅنګ خاورو ته وسپارل شول. یو شمېر هېوادوالو د دغه برید د قربانیانو خاورو ته د سپارلو مراسمو د تصویرونو په خپرولو، د دوی د امنیت پر نه خوندیتوب نیوکه کوي او وایي، سره له دې چې طالبانو خلکو ته د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکړی و، خو پر خپلو ژمنو یې عمل نه دی کړی.
نړیوالو او د بشري حقونو بنسټونو هم دا برید غندلی او هغه یې د شعیه ګانو او هزارګانو د هدفي وژنو په دوام یو جنایت بللی دی. له بلې خوا، طالبانو ټینګار کړی چې ډېر زر به ددې برید عاملین ونیسي او سزا به ورکړي. د طالبانو په وینا، ددغو بریدونو ریښې روښانه دي او د دوی ځواکونه به په نږدې راتلونکي کې دا ریښې پرې کړي.
پر سید آباد جومات ځانمرګی برید د جمعې په ورځ د تلې په شپاړسمه نېټه ماسپښين مهال وشو. د شمېرو له مخې، په دغه برید کې له ۵۰ زیات کسان مړه او ۱۴۳ ټپیان شوي دي. دا شمېر وروستی نه دی او ښايي تلفات لازیات شي. داعش ډلې ددې برید د مسوولیت په ملنو سره اعلان وکړ چې دا برید د محمد اویغوري له خوا شوی دی. دا برید د هېوادوالو له توندو غبرګونونو سره مخامخ شوی دی. یو شمېر ځايي اوسېدونکو ادعا کړې چې په دغه برید کې له سلو زیات کسان وژل شوي دي. په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي تصویرونه ښيي چې یو شمېر دغه قربانیان په یوه هدیره کې د یو بل ترڅنګ خاورو ته سپارل کېږي.
ځینې هېوادوالو دا برید هدفي او د هزاره ګانو د وژنې دوام بللی دی. باسط خالقي خاورو ته د قربانیانو د سپارلو د تصویرونو په خپرولو سره ویلي: «په دې ځای کې یو نسل خښ شو، عدالت غوښتونکی او مظلوم نسل چې یوازې د وژلو لایق دی او بس.» هغه پر هزاره ګانو تېرو بریدونو ته په اشارې سره لیکي چې کلونه کېږي چې هزاره وګړي خاورو ته سپارل کېږي او تراوسه د دوی د وینو له تویولو نه نړۍ کراره شوې او نه خونړي.»
د فېسبوک کاروونکی قاسم جویا، د کندز پر سيدآباد جومات د برید د قربانیانو د تصویرونو په خپرولو سره ویلي چې هزاره وګړي په بېلابېلو پلمو وژل کېږي. هغه دا برید د خطر زنګ بللی او ویلي یې دي: «د کندز خونړی برید د خطر نوی زنګ او د شیعه وګړو او هزاره ګانو د نسل وژنې د نوي سریال پيل دی.»
یو مدني فعال شهاب الدین محمدي، دا برید غندلی او لیکلي یې دي چې هزاره وګړي هم د مخکیني حکومت او هم اوس د ترهګرو ډلو له ګواښ سره مخامخ دي. د هغه په وینا د مخکیني حکومت پرمهال، هزاره ګان په جوماتونو، ښوونځیو، د ودونو په سالونونو او سپورتي کلپونو کې له برید سره مخامخ شوي او په سلګونه تنه پکې مړه او ټپیان شوي دي. دغه مدني فعال دا بریدونه د هدفي وژنو دوام وباله او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې ددغه راز وژنو په وړاندې چوپتیا غوره نه کړي.
د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد کریم خلیلي، د کندز د سیدآباد جومات د مرګوني برید په غندلو سره ویلي چې د دغه بشري ضد جنایت اړخونه دومره پراخ دي چې هر ويښ وجدان ته ټکان ورکوي. د نوموړي په وینا، دا برید په ښکاره د هغې غمیزې او تاوتریخوالي ژورتیا په ډاګه کوي چې افغانان ورسره مخامخ دي.
خلیلي جوته کړې چې د افغانانو ټوله شتمني د ترهګرو ډلو د جګړې ډګر شوی دی. نوموړي ددې برید په وړاندې د نړیوالې ټولنې په چوپتیا اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې نړۍ او د بشري ټولنو پر مناسباتو واکمن نړیوال نظام ددغو وژنو او غمېزو ننداره کوي.
د اسلامي وحدت ګوند مشر ددغو بریدونو د پراختیا په اړه خبرداری ورکړی او له نړۍ او طالبانو یې غوښتي چې ددغو بریدونو په وړاندې بې پامي ونه کړي. د هغه په وینا، که دا بریدونه جدي ونه ګڼل شي، د نورو لپاره به هم لویه ستونزه رامنځته کړي او ډېر زر به پراخ شي.
خلیلي همداراز جوته کړې: «هغه ترهګري چې نړیواله داعیه لري او سخت تاوتریخوالی کوي، موخې او راتلونکی یې مرموز او پټ دی، داسې ښاماران دي چې د انسانانو په داړلو او وژلو، لوي او لا وېروونکي کېږي او هر څومره وخت چې تېرېږي، له هغې سره مقابله لا ګرانېږي.»
که د امنیت ساتلو وس نه لرئ، خلک وسله وال کړئ!
د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق هم ددې برید په غبرګون کې ویلي: «زرګري جګړه: طالبانو ایغور وګړو ته ویلي چې د چین ترڅنګ فعالیت ونه کړي، دوی درې سوه هزاره او شیعه وګړي په جومات کې شهیدان او ټپیان کړل.» هغه ددې برید په غندلو سره ویلي، له دې امله چې طالبان د هېواد پر ټولو برخو واکمن دي، د خلکو د ځان، مال او ناموس د خوندیتوب مسوولیت لري. د نوموړي په وینا، په هغه صورت کې چې طالبان نه شي کولای د دیني، کلتوري مرکزونو او د خلکو د غونډو امنیت خوندي کړي، باید د جوماتونو، حسینیو، دیني او کلتوري مدرسو لپاره د وسلو جوازونه ورکړي ترڅو په خپله د دغو مرکزونو امنیت خوندي کړي. هغه خبرداری ورکړی چې پرته له دې به ددغو وحشیانه وژنو مسوولیت د طالبانو پرغاړه وي.
محقق په داسې حال کې د خلکو له خوا د جوماتونو، علمي او کلتوري مرکزونو د امنیت ساتلو ته اشاره کړې چې د مخکیني حکومت پرمهال، ددغو مرکزونو امنیت د خلکو له خوا نیول کېده. اوس طالبان وايي، ګواښونه دومره جدي نه دي چې دا طرحه عملي شي. د هغوی په وینا، ددغو بریدونو عاملین مشخص دي او طالبان به ډېر زر هغوي وځپي.
د مخکیني حکومت د عدلیې وزارت د ټولنیزو چارو مرستیالې ذکیې عادلي، په یوه لیکنه کې ددې برید په غبرګون کې ویلي، هر څاڅکی وینه چې په افغانستان کې توېږي، مسوولیت یې د طالبانو پرغاړه دی.
د مېرمن عادلي په باور، طالبان په افغانستان کې د ځانمرګو بریدونو پیلوونکي وو او په تېرو شلو کلونو کې یې د القاعدې او داعش په ګډون ترهګرو ډلو د فعالیت زمینه برابره کړې ده. هغه همداراز ټینګار کړی چې طالبانو له دین څخه په افراطي اخیستون د قومي او مذهبي لږکیو پرخلاف د کینې او نفاق اور ته لمن وهلې، چې ډېر کلونه به افغانان پکې وسوځي.
د افغانستان د موج تحول بهیر مشره فوزیه کوفي، په کندز کې پر لمونځ کوونکو د ځانمرګي برید په غبرګون کې وایي چې دغه برید ثابتوي، ترهګرې ډلې تراوسه له ورانکارۍ او وژنې په بل څه فکر نه کوي. د هغې په وینا، د قدرت غوښتنې هڅې ددې لامل کېږي چې دغه وژونکي د لمونځ، دین او مذهب په وړاندې د تاوتریخوالي پروا ونه لري. هغې پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «ترهګرې ډلې دې پوه شي چې د دوی حیات او ژوند په ترور او وېره پورې تړلی دی. دغه ورانکاري که له تاوتریخوالي لاس په سر شي نور به ترهګر پاتې نه شي، بلکې انسانان کېږي.»
له بلې خوا، د افغانستان د بشري حقونو سازمان هم د کندز پر سیدآباد جومات برید غندلی او هغه یې د «شیعه وګړو او هزاره ګانو د هدفي وژنو په دوام جنایت» بللی دی. دغه کمېسیون په یوه اعلامیه کې، له دې امله چې له خطر سره مخامخ وګړو د خوندیتوب لپاره د باور وړ لارې چارې نشته اندېښنه څرګنده کړې ده.
د ملګروملتونو سازمان عمومي منشي په کندز کې پر لمونځ کوونکو برید غندلی او ویلي یې دي چې د ملکي وګړو وژل له بشري حقونو سرغړونه ده. د ملګروملتونو سازمان عمومي منشي انټونیو ګوتریش د جمعې په ورځ د تلې په شپاړسمه، د یوه ټویټ په خپرولو په کندز کې پر شیعه لمونځ کوونکو برید له بشري حقونو او نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې ده.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي هم د کندز پر سیدآباد جومات برید وحشیانه بللی او ویلي یې دي چې دا برید، د بې ګناه خلکو او اسلام دین پرخلاف جنایت دی.
له بلې خوا، طالبان د داعش ګواښونه جدي نه ګڼي او باوري دي چې ډېر زر د «داعش فتنې» له منځه وړل کېږي. د طالبانو یوه ویاند بلال کریمي ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې د دوی خاصو قطعاتو خپل عملیات پیل کړي او د داعش ځالې له منځه وړي. د هغه په وینا، په اوسني وخت کې داعش ډله ولسي ملاتړ نه لري او د خلکو لپاره جدي ننګونه نه شي کېداي. هغه د داعش د جمعې ورځې د برید په اړه وویل چې ډېر زر به یې عاملین پيدا او سزا ورکړل شي.
دا واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د هزاره وګړو پر یوه جومات لومړنی برید دی. دا په داسې حال کې دي چې د مخکیني حکومت پرمهال هم په ځلونو، د هزاره وګړو اړوند ښوونځیو، جوماتونو، سپورتي کلپونو او د ودونو پر سالونونو بریدونه شوي او په زرګونه تنه پکې مړه او ټپیان شوي دي.