۸صبح، کابل: په افغانستان کې د امریکا سفارت شارزدافیرې کرن دېکر ویلي چې د ملګرو ملتونو له ادارو او مرستهکوونکو هېوادونو سره په ګډه افغانستان ته د مرستې رسونې د څرنګوالي ارزونه کوي.
دېکر دوشنبه د کب پر ۲۱مه په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د دغې ارزونې موخه د «روڼوالي او څارنې» ډاډمنېدل دي.
هغې یادونه کړې: «بنسټیز تمرکز پر روڼوالي او څارنې دی.»
د دغو مرستو د ارزونې څرنګوالي په اړه جزییات ورکړل شوي نه دي.
څه موده وړاندې کرن دېکر ویلي و چې امریکا له افغانانو سره تر ټولو لوی مرسته کوونکی هېواد دی.
له دې وړاندې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې (سیګار) ویلي و چې دغه هېواد په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان سره څه باندې ۱۱ میلیارده ډالر مرسته کړې ده.