۸صبح، کابل: د طالبانو تر واک لاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي چې افغانستان د روان کال په سلواغې میاشت کې د څه باندې ۱۳۴ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات کړي دي.
یاد ادارې دوشنبه د کب پر ۲۱مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې تر ټولو زیات صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي دي.
د دغه بنسټ په خبره، د تېر کال سلواغې میاشتې د صادراتو پرتله سږکال ۴۲.۶ میلیون ډالره زیاتوالی راغلی دی.
یادې ادارې زیاته کړې چې د روان کال په سلواغې میاشت کې بیا د وارداتو ټول ارزښت ۷۹۳.۵ میلیون ډالرو ته رسېده چې تر ټولو ډېر واردات له ایران، چین او پاکستان څخه شوي دي.
د سلواغې په وروستیو کې د احصایې او معلوماتو ادارې ویلي و چې افغانستان د روان کال په لومړیو درېیو ربعو کې د یو میلیارد او ۳۵۵ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات او د ۶ میلیارده او ۲۲۸ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات لرلي دي.
له دې وړاندې نړیوال بانک د یو راپور په خپرولو ویلي و چې افغانستان په ۲۰۲۳ کال کې ۱.۹ میلیارده ډالر صادرات او ۷.۸ میلیارده ډالر واردات لرلي دي.
د نړیوال بانک په خبره، د افغانستان د وارداتو وده د صادراتو ودې پرتله لوړه ده چې دا د دغه هېواد د سوداګرۍ کسر زیاتوي.