۸صبح، کابل: د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) وايي چې په ننګرهار او هرات کې ۴۱۶ کورنۍ د سرپناه د ښهوالي او خوندي ژوند په موخه مرستې ترلاسه کوي.
نوموړي بنسټ چهارشنبه د تلې پر ۲۹مه ویلي چې دا مرستې د اروپايي ټولنې او د افغانستان لپاره د ملګر ملتونو د ځانګړي وجهي صندوق (UN-STFA) په ملاتړ برابرېږي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان زیاته کړې چې په دغو مرستو کې لنډمهالې سرپناه او د شته سرپناوو رغول شامل دي.
د دغه بنسټ په خبره، د دغو مرستو موخه د کورونو پیاوړتیا او د هغوی د ژوند د شرایطو ښه کول دي.





