کرملین خبر ورکړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره خبرواترو ته چمتو دی.
ټاس خبري اژانس پنجشنبه د جنورۍ پر ۹مه د کرملین ویاند دیمتري پسکوف په حواله راپور ورکړی چې که ټرمپ د لوړې له مراسمو وروسته وغواړي له پوتین سره اړیکه ونیسي، د روسیې ولسمشر به یې هرکلی وکړي.
د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسم د جنوري په ۲۰مه ترسره کېږي.
پسکوف ادعا کړې چې پوتین په وار وار د خبرواترو لپاره خپل چمتووالی ښودلی دی.
پیسکوف ویلي چې تر اوسه پورې له متحده ایالاتو څخه د داسې اړیکې غوښتنه نه ده شوې.
له دې مخکې د امریکا ولسمشر له پوتین سره خبرواترو ته لېوالتیا ښودلې وه.
هغه څرګنده کړې چې دا غوښتنه ښايي د هغه د ولسمشرۍ په لومړیو شپږو میاشتو کې وشي.
له دې مخکې پوتین د یوې خبري غونډې پرمهال ویلي و چې هغه چمتو دی څو د اوکراین په تړاو له ټرمپ سره په احتمالي مذاکراتو کې جوړجاړی وکړي.
هغه ویلي و چې ټرمپ هوښیار دی او کولای شي د اوکراین جګړې لپاره حل پیدا کړي.





