• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۷ تله ۱۴۰۵ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

په غزني کې د طالبانو او خلکو ترمنځ د ځمکو پر سر لانجه؛ ۱۸ ځایي مخور نیول شوي

۸صبح ۸صبح
۳۰ وږی/سنبله ۱۴۰۵ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790009199]

د غزني ولایت د پنځو کلیو اوسېدونکي وايي، طالبان د زرګرو د فیضوي قنات ځمکې د صنعتي پارک جوړولو په نوم له سیمې د خلکو اخلي. دوی زیاتوي چې دغه تر لانجې لاندې ساحه ۱۱۳۷جریبه ده او د اسفندې، زرګرو، جباروالو، ګډولو او کرمیانو کلیو اوسېدونکي ځانونه د دغو ځمکو مالکین بولي. د دوی په وینا، د دغو ځمکو شرعي او قانوني قبالې او اسناد له خلکو سره شته او د ځینو مالکانو نومونه هم په کادستر کې ثبت شوي دي. اوسېدونکي وايي، د طالبانو چارواکو د دغو ځمکو د سروې لپاره د صنعتي پارک جوړولو په پلمه اقدام کړی؛ خو د سیمې د خلکو له مخالفت سره مخ شوي دي.

د دغو سیمو اوسېدونکي وايي، د دوی له مخالفت وروسته، طالب جنګیالیو د وږي پر ۲۵مه د پنځو کلیو ۱۸ مخور او استازي نیولي او زندان ته یې لېږدولي دي. د دوی په وینا، په نیول شویو کسانو کې د سیمې یو شمېر استازي او مخور کسان شامل دي چې د خلکو د مالکیت د حق د تعقیب لپاره یې له طالب چارواکو سره خبرې کړې وې. د سیمې اوسېدونکي غواړي چې د مالکیت اسناد وکتل شي او د دغو ځمکو پر سر لانجه له سوله‌ییزې لارې حل شي.

د دغو کلیو اوسېدونکي وايي، طالبان له څه مودې راهیسې هڅه کوي چې د صنعتي پارک جوړولو په نوم د دوی ځمکې ترلاسه کړي. دوی زیاتوي چې د سیمې خلک د دغو ځمکو د مالکیت شرعي او قانوني اسناد لري؛ خو طالبانو له دغو اسنادو پرته، ساحه د صنعتي پارک جوړولو لپاره سروې کړې ده.

د اسفندې، زرګرو، جباروالو،  د ګډولو او کرمیانو کلیو اوسېدونکي وايي، د دغو ځمکو پر سر د لانجې د حل لپاره یې څو ځله طالب چارواکو ته مراجعه کړې؛ خو تر اوسه یې پر غوښتنو غور نه دی شوی.

د سیمې یو اوسېدونکی وايي: «د طالبانو یوه پلاوي د غزني ولایت په مرکز کې د فیضوي زرګر د قنات د ساحو د سروې لپاره، د خلکو شرعي او قانوني اسنادو ته له پام پرته، سیمې ته ولاړ؛ خو د خلکو له مقاومت سره مخ شو. له دې مقاومت وروسته، د طالبانو  ځواکونو ۱۸ ولسي مخور ونیول او زنداني یې کړل. دغه کسان د اسفندې، زرګرو، جباروالو، ګډولو او کرمیانو د پنځو کلیو دي او قانوني او شرعي اسناد لري چې ښيي دغه ځمکې له ډېرو کلونو راهیسې د دوی په واک کې دي. له دې سره سره، د «ځمکو مافیا» په نوم یوه ډله د طالبانو د یو شمېر چارواکو په همکارۍ هڅه کوي چې دغه ځمکې په زور او د شته اسنادو خلاف له خلکو ولکه کړي.»

د سیمې یو بل اوسېدونکی وايي، وروسته له هغې چې طالبانو د دوی د ځمکو د نیولو لپاره اقدام وکړ، د سیمې خلکو د دغه اقدام پر وړاندې اعتراض وکړ. هغه زیاتوي چې د دغه اعتراض په غبرګون کې د طالبانو ځواکونو ۱۸ اوسېدونکي ونیول او زندان ته یې ولېږدول.

د غزني ولایت دغه اوسېدونکی وايي: «د اړوندو کلیو اوسېدونکي چمتو دي چې د خپلو ځمکو د دفاع لپاره قرباني ورکړي او له خپل قانوني او شرعي حقه لاس وانخلي. د ځمکو د مافیا د کړیو له خوا د طالبانو د ځینو چارواکو په همکارۍ د ځمکو غصب، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ګڼ خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.»

هغه زیاتوي: «د طالبانو د ځینو چارواکو له خوا د ځمکو له یوې مافیايي ډلې سره همکاري د سیمې خلک اندېښمن کړي او د هغوی د بې‌باورۍ لامل شوې ده. د دغو کلیو اوسېدونکي د طالبانو له لوړپوړو چارواکو غواړي چې د دوی غږ واوري، د مالکیت اسناد یې وڅېړي او پر دې لانجې غور وکړي، څو د خلکو او طالبانو د ځواکونو ترمنځ له نښتې مخنیوی وشي.»

بل اوسېدونکی وايي، د پنځو کلیو د ۱۸ مخورو او استازو نیول د فیضوي زرګر د قنات د ځمکو پر سر تاوتریخوالی لا زیات کړی دی. هغه زیاتوي چې د سیمې خلک نه غواړي د ځمکو پر مالکیت اختلاف د خلکو او طالبانو د ځواکونو ترمنځ پر نښته بدل شي. د هغه په وینا، د شته اسنادو او اړوندو مراجعو له لارې دې شخړې ته رسیده‌ګي کولای شي د تاوتریخوالي د دوام مخه ونیسي. هغه له طالب چارواکو غواړي چې په دې سیمه کې له هر نوي اقدام مخکې د خلکو پر غوښتنو غور وکړي.

دغه سړی وايي: «موږ له طالب چارواکو غواړو چې د دغو ځمکو په اړه له هرې پرېکړې مخکې د خلکو اسناد وڅېړي. که زموږ د مالکیت اسناد اعتبار نه لري، باید دلیل یې خلکو ته وویل شي؛ خو له اسنادو پرته باید د خلکو ځمکې و نه نیول شي. د دغو کلیو خلک د نښتې غوښتونکي نه دي او غواړي دا موضوع له قانوني لارې حل شي. له طالب چارواکو غواړو چې د ځمکو د مالکیت تر څرګندېدو پورې د هغو د نیولو یا بل چا ته د سپارلو لپاره هېڅ اقدام ونه کړي.»

طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته، د هغو ځمکو د پېژندنې او تثبیت بهیر په ټول هېواد کې پیل کړ چې دوی یې «غصب شوې» بولي. دې ډلې پر کابل له واکمنېدو وروسته، د «ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون» جوړ کړ او د ځمکو د قضیو د څېړنې لپاره یې په ولایتونو کې سیمه‌ییز پلاوي او د هېواد په څلورو زونونو کې ځانګړې محکمې جوړې کړې.

د طالبانو عدلیې وزارت تر اوسه په ټول افغانستان کې د هغو کرنیزو، استوګنیزو ځمکو او ښارګوټو ټولټال شمېرې نه دي خپرې کړي چې دې ډلې ترلاسه کړي دي. خو دغه وزارت په تر ټولو تازه مورد کې اعلان کړی چې په تېرو څلورو کلونو کې یې په ۱۴ ولایتونو کې د ۴۹ ښارګوټو ځمکې په بشپړیا قسمي ډول د دې ډلې په نوم ثبت کړې دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه ښارګوټي په کابل، بلخ، ننګرهار، غزني، میدان‌وردګ، کندهار، هلمند، جوزجان، سمنګان، زابل، فاریاب، بغلان، پروان او کندوز ولایتونو کې موقعیت لري. د طالبانو د عدلیې وزارت وايي، د ځمکو څېړنه او تثبیت د شته اسنادو او مدارکو او د دې ډلې د محکمو د پرېکړو پر بنسټ ترسره کېږي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل
خبرونه

سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل

۱۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791487243]
په ملګرو ملتونو کې د اسراییلو سفیر د نتنیاهو د نیولو لپاره د ممداني غوښتنه «سیاسي ننداره» وبلله
بهرني خبرونه

ممداني: اسراییل د حماس بریدونه په غزه کې د «نسل‌وژنې» د توجیه لپاره کاروي

۱۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791484737]
یونیسف په افغانستان کې د ماشومانو او میندو لپاره د لومړنیو روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا خبر ورکړی
خبرونه

یونیسف په افغانستان کې د ماشومانو او میندو لپاره د لومړنیو روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا خبر ورکړی

۱۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791481025]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ارغند ورور: د طالبانو ښاروالۍ د «ارغند واټ» لیکدړه لرې کړه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.