تر هغې وروسته چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې بیا واکمن شول، افغان ښځو خپل ټول حقونه له لاسه ورکړل. پر زدهکړو، کار او ان عامه ځایونو ته پر تګ بندیز تصادفي نه و، بلکې دا د طالبانو د قصدي جنسيتي اپارتاید د تګلارې ښکارندويي کوی. د طالبانو دا ورځني کړنې د سویلي افریقا د پخواني اپارتاید له رژیم سره ډېر ورته والی لري؛ هلته چې طرد او ولکه په قانوني بڼه او یوازې د کنټرول د ساتلو لپاره پلي کېدله.
د دې لپاره چې وڅېړو د سویلي افریقا د ښځو د مقاومت تجربې څرنګه کولای شي د افغانستان ښځو ته ستراتیژیکې لارښوونې او اخلاقي زړورتیا ور په برخه کړي، ما په دې وروستیو کې د سویلي افریقا د اپارتاید پر وړاندې د مبارزې د غورځنګ له مخکښې او تجربه لرونکې فعالې ګرټروډ فسټر او د افغانستان د ښځو د حقوقو له فعالې مونسې مبارز سره خبرې وکړې.
د ښځو یو موټي کېدل؛ له سویلي افریقا تر افغانستان پورې
د افغانستان ښځې په تاریخ کې تل د ځپونکو رژیمونو پر وړاندې په لومړۍ لیکه کې ولاړې وې او ډېری وخت له سختو ګواښونو سره مخ شوې دي. خو د طالبانو له سختو بندیزونو سره سره یې لا هم مبارزه نه ده پرېښې. له کابله تر مزارشریف او هرات پورې یې اعتراضونه کړې، د زدهکړو حق، د کار حق او د انساني کرامت غوښتنه یې کړې ده. ځمکتلو کې یې ښوونځي جوړ کړي، اقتصادي چارې یې په پټه پرمخ بېولي او د ډیجیټل فعالیتونو له لارې یې د طالبانو د سانسور تګلاره ننګولې ده.
دا مبارزه بې مخینې نه ده. د سویلي افریقا ښځو هم د اپارتاید پر ضد مبارزه کې مهم رول لوبولی او له دولتي تاوتریخوالي سره سره، هېڅکله چوپه پاتې نهشوې.
په ۱۹۵۶ کال کې شل زره ښځو – تورپوستې، هندۍ او رنګینپوستې (هغه نوم چې په سویلي افریقا کې د ګډ توکم د خلکو لپاره کارېده) – په پرټوریا کې د «پاسپورټ» د قانون پر وړاندې چې تګ راتګ یې محدود کړی و، لاریون وکړ.
ګرټرود فسټر وایي: «ښځې یوازې د صحنې تر شا نه وي؛ موږ د مبارزې په لومړۍ کرښه کې ولاړې وو. موږ سازمان جوړ کړ، مشري مو وکړه اوخوځښتونه مو رامنځته کړل.» هغه ټینګار کوي: «اعتراضي فعالیت باید له هغه ځای پیل شي چې ښځې هلته حضور لري: کورونو، کلیو او د دوی له ورځني ژونده.»
مونس مبارز د افغانستان په اړه ورته نظر لري: «بدلون له پورته نه راځي. موږ باید د ټولنې په ټولو کچو کې پوهاوی لوړ کړو او هغه لارې چارې وکاروو چې د خلکو د ژوند له ورځني واقعیتونو سره سمې وي.»
جنسيتي اپارتاید؛ سیستماتیک حذف
افغان ښځې له اوږدې مودې راهیسې په نرواکې ټولنه کې ژوند کوي، خو بیا یې هم د طالبانو ځپنې پر وړاندې مقاومت کړی دی. طالبانو په خپلې لومړني واکمنۍ کې هم پر ښځو جنسيتي پارتاید تحمیل کړی و او له زدهکړو، کار او په ټولنه کې یې له حضوره منع کړې وې. په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له سقوط وروسته، د ښځو بېسارې هلو ځلو قانوني ملاتړ رامنځته کړ لکه د پخواني نظام اساسي قانون رامنځته شو او ښځو ته د زده کړو، کار او سیاسي مشارکت لار پرانیستل شوه. خو د طالبانو په بیات راتګ سره ټولې دا لاسته راوړنې له منځه لاړې.
نن ورځ، ښځې له سیستماتیک حذف سره مخ دي؛هغوی په عامه ځایونو له حضوره محرومې شوې دی، له قانوني بهیرونو اېستل شوي، قانوني هویت یې سلب شوی او بنسټیز ملاتړ ترې اخیستل شوی دی. دا سیستماتیک حذف د جنسي اپارتاید انعکاس دی چې موخه یې پر یوې ډلې دوامداره ولکه او کنټرول دی.
په همدې ډول د سویلي افریقا په اپارتاید کې تورپوستې، هندۍ او رنګینپوستې ښځې له دوه برابره ځپنې سره مخ وې. فسټر وايي: «اپارتاید موږ په قصدي ډول له سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ژونده محرومې کړي وو. تورپوستې ښځې په بشپړه توګه له عامه ډګره لېرې شوې وې او یوازې هغه وخت یې کولای شول په ښارونو کې واوسېږي چې مېړه یې قانوني استوګنځای لرلای.»
د طالبانو جنسيتي اپارتاید هم لکه د سویلي افریقا د اپارتاید رژیم، له اقتصادي، قانوني، کلتوري او ټولنیزو لارو کار اخلي څو تبعیض عادي کړي. فسټر وايي: «همدا کوچني ورځني شیان دي چې ځپنه بنسټيزه کوي او ورو ورو د عادي خبرې په توګه منل کېږي.»
مونسه مبارز هم د افغانستان ورته بېلګه وړاندې کوي: «په افغانستان کې ښځې درانه کارونه لکه کرنه او مالداري کوي، خو ګټه یې نه اخلي ځکه چې د پیسو اخیستلو واک د نارینهوو دی. همدغه انحصار بې واکه کړې دي.»
پټه زده کړه او د تلقین پر وړاندې مقاومت
ځپونککي نظامونه له زده کړو وېره لري، چې زده کړه پوهاوی لوړوي. د سویلي افریقا د اپارتاید په لړ کې « د پانټو د زده کړو قانون» تور پوستي ماشومان له باکیفیته زده کړو محرومول. په غبرګون کې یې ښځو د کورونو او کلیساګانو ځمکتلو کې ښوونځي جوړ کړل، چې تاریخ، سیاست، ازادۍ غوښتونکي نظریات او انتقادي فکر پکې تدریس کېده. فسټر وايي « زده کړه یوازې سواد نه دی؛ د پوهاوي لوړولو، د بې عدالتۍ په تړاو د پوښتنې کولو او د دریدو د جرئت رامینځته کول دي.»
د افغانستان ښځې هم له ورته لارو چارو ګټه اخلي. که څه هم طالبانو د نجونو زدهکړې بندې کړې، خو د ځمکتلو د ښوونځيو او انلاین زدهکړې روانې دي. خو موخه یې یوازې سواد نه دی، بلکې د انتقادي فکر پیاوړی کول او دا یادونه ده چې د زدهکړو حق، د کار حق او فردي اراده د لوېدیځ وارد شوي ارزښتونه نه دي، بلکې د هر انسان بنسټیز حق دی.
مسلکي زدهکړې که څه هم مهمې دي، خو که له حقوقي پوهاوي سره ملې نه وي، کولای شي دودیز جنسیتي نظریات لا پیاوړي کړي. مونسه مبارز ټینګار کوي: «که ښځو ته یوازې خامک ګنډل او خیاطي وروښیو، ښځې محدودوو، حال دا چې د افغانستان ښځې ډېر لوړ ظرفیت لري.» د ښځو پیاوړتیا په حقوقي زدهکړو سره تضمینېږي چې ان مسلکي مهارتونه د هغوی د خپلواکۍ وسیله شي، نه د محدودیت وسیله.
تقاطعپاله چلند او د یووالي اړتیا
د سویلي افریقا اپارتاید جدایي او تبعیض د سختو نژادي کټګوریو له لارې بنسټيز کړی و. فسټر وایي: «آپارتاید تورپوستي، رنګینپوستي او هنديان په قصدي توګه جلا کړل څو د هغوی د یووالی مخنیوی وشي. دا زمو د کمزوري ساتلو لپاره د «تفرقه واچوه او حکومت وکړه» ستراتیژي وه.»
د سویلي افریقا تورپوستي د ځپنې له تر ټولو سختو بڼو سره مخ وو، ټولې ډلې یې د یو بل پر وړاندې ودرولې څو له دننه مقاومت مات کړي. دا تقسیم بندي د اقتصادي محرومیت، جنسیتي تبعیض او جلاوالي د پیچلتیاوو او نابرابریو له امله ډیره شوي وه چې په بېلابېلو ټولنو کې یې د اپارتاید تجربه رامنځته کوله او دغه راز د سیستماتیک حذف او کنټرول لامل شو.
د سویلي افریقا ښځې پوه شوې چې تفرقه د نظام په ګټه ده. نو یې «متحده دموکراتیکه جبهه» جوړه کړه چې تورپوستي، رنګینپوستي، هندي او د سپینپوستو متحدین پکې وو. فسټر وايي: «موږ پوه شو چې زموږ قوت په یووالي کې دی. موږ له توکم او طبقې اخوا یووالی جوړ کړ څو د هغه نظام پر وړاندې مبارزه وکړو چې غوښتل یې موږ وېشلي وساتي.»
هغه وايي، دا یووالي د کلونو هغو پلان شویو او ستراتیژیکو همغږیو په پایله کې رامنځته شو، چې په ۱۹۸۱کال کې د متحده ایالتونو د ښځو سازمان له بیا احیا سره پیل شوې. د اپارتاید له سختو وېشونو سره سره، سازمان له ټولو قانوني توکمیزو ډلو ښځې راټولې کړې څو پر زده کړو، پیاوړتیا او د ښځو پر حقونو تمرکز وکړي.
په داسې حال کې چې سپین پوستې ښځې د اپارتاید په لړ کې له ډېرو امتیازاتو برخمنې وې، هغوی د د نرواکۍ د سیسټم پر وړاندې هم ولاړې وې. په ۱۹۸۳ کې د ښځو ډلې، د نارینه وو او ځوانانو د سازمانونو، د کارګرانو د اتحادیو، مذهبي ادارو او کلتوري ډلو سره یوځای د ډیموکراټیکې متحدې جبهې جوړولو لپاره سره راټولې شوې څو ټولنې د یوې ګډې مبارزې پر محور سره متحدې کړې.
تر ۱۹۹۲ کال پورې دغو ستراتیژیکو ملګرتیاوو «د ښځو ملي ایتلاف» ته پراختیا وموندله؛ یو متنوع خو متحد سازمان چې یو ګډ هدف یې درلود: په نوي سویلي افریقا کې د ښځو او بشري حقوقو تضمین. د دې لپاره یې په کلیو، ښارونو، دیني ځایونو او اتحادیو کې سراسري مشورې وکړې، د ښځو غوښتنې یې «د ښځو په منشور» کې راټولې کړې او سیاسي مشرانو ته یې وړاندې کړې.
افغانستان هم له ورته حالت سره مخ دی. د طالبانو جنسي اپارتاید له قومي، مذهبي او سیمهییز تبعیض سره تړلی او ځینې قومونه لکه هزارهګان د قومي او جنسیتي هویت له امله ډېر په نښه شوي او څنډې ته کړای شوی دي.
مونسه مبارز دا تاییدوي او په ټولنه کې د مناسبو چلندونو پر اړتیا ټینګار کوي: «په کلیو کې ملایان او مشران د دوکتورا تر لرونکو ډېر نفوذ لري. دا ډول ټولنې د ملایانو خبره ډېره مني. نو موږ باید د پوهاوی ورکولو لپاره تر جنسیتي عدالت مخکې له هغوی څخه په تاکتیکي توګه کار واخلو.» هغه زیاتوي: «د ټولنې بیلابیلې کچې بیلابیلو لارو ته اړتیا لري. هغه څه چې په پوهنتونونو او ښارونو کې اغېزناک دي، په کلیو کې کار نه کوي.»
فستر هم یادونه کوي چې یووالی د ستراتیژیک ائتلاف جوړولو ته اړتیا لري: «نارینه زموږ دښمنان نه دي؛ دا نرواکی نظام او د دین منفي تفسیرونه دي چې ښځې ځپي. موږ باید خپل متحدین پیدا کړو.»
د پرمختګ لاره: استقامت، ستراتیژي او پیوستون
په سویلي افریقا کې د اپارتاید ضد غورځنګ وښودله چې دوامداره او ستراتیژیک مقاومت کولای شي تثبیت شوي سیسټمونه له منځه یوسي. فسټر زیاتوي: «موږ باید هوښیارانه عمل کړی وای«نو موږ په هغو مسایلو تمرکز وکړ چې خلکو ته مهم وو، لکه اوبو ته لاسرسی یا د ډوډۍ بیه. په دې توګه موږ یو سیاسي غورځنګ جوړ کړ.»
د مېرمن مبارز له نظره، اقتصادي خپلواکي او د جنسیت پر بنسټ له تاوتریخوالي سره مبارزه په مستقیم ډول سره تړاو لري: «هغه ذهنیت چې نارینه د بشپړ مالي کنټرول حق لري ښځې په نورو پورې تړلې ساتي. اقتصادي تړاو د کورني تاوتریخوالي او جبري ودونو یو لوی عامل دی.»
نن ورځ، په افغانستان کې ښځې د ځمکتلو د ښوونځیو، اقتصادي فعالیتونو او ډیجیټل زده کړې له لارې د «ډوډۍ، کار، آزادۍ» په شعار سره مبارزه کوي. خو هغوی به یوازې بریالي نه شي. لکه څنګه چې په سویلي افریقا کې د اپارتاید په ړنګیدو کې نړیوال پیوستون خورا مهم و، افغان ښځې داسې ژمنې ته اړتیا لري. ځکه چې هره هغه ورځ چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې تیریږي یوه نه زغمل کېدونکې او بې ګټې ورخ ده.
د افغانستان ښځې به بالاخره خپل حقونه تر لاسه کړي؛ نه د قربانیانو په توګه، بلکې د آزادۍ د مخکښانو په توګه. خو پوښتنه دا ده: آیا نړۍ به د دوی تر څنګ ودرېږي، که به پرېږدي چې په افغانستان کې جنسيتي اپارتاید بې له کوم خنډه دوام وکړي؟
دا مقاله په انګلیسي ژبه په «اتلانتیک شورا» کې خپره شوې ده.





