تر سړو خیمو لاندې ژوند؛ د پروان د غوربند درې سېلاب ځپلي سرپناه غواړي

شاوخوا درې مياشتې وړاندې د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې سخت سېلابونه راغلل. دغو سېلابونو د ځاني او مالي زيانونو ترڅنګ د پروان ولايت په غوربند دره کې هم لسګونه کورنۍ بې کوره کړې دي. د غوربند درې سېلاب ځپلي له درېيو مياشتو راهيسې تر خيمو لاندې ژوند کوي او له ناوړه وضعیت سره مخ دي. دوی وايي، چې د ژمي موسم په رانږدې کېدو سره په ازاده هوا کې تر خیمو لاندې ژوند ستونزمن شوی دی. په غوربند دره کې سېلابونو د دې درې د ټولو اوسېدونکو شته له ځان سره وړي دي، خو د طالبانو او مرستندويه موسسو له خوا ورته کومه ځانګړې مرسته نه ده رسېدلې. دغو سېلاب ځپلو له مرستندويه ادارو غوښتي، چې د اوسېدو لپاره يې مناسب ځاى برابر کړي.
صنم ګل د پروان ولایت د شینوارو ولسوالۍ د قاقشل سیمې د سېلاب ځپلو له ډلې څخه دی. نوموړی له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل، چې درې مياشتې وړاندې د سېلابونو له امله يې د خپلو درې ماشومانو په ګډون د خپلې کورنۍ ټوله شتمني له لاسه ورکړې. صنم ګل دا مهال له خپلو دوو لوڼو او درېیو زامنو سره د شینوارو ولسوالۍ په یوه څنډه کې تر یوې خیمې لاندې ژوند کوي. هغه زياتوي: «د هوا له سړېدو سره، موږ له ګڼو ستونزو سره مخ يو. د شپې له خوا، کله چې زما د ماشومانو یخ کېږي، زه دوی ټول یو ځای ویده کوم ترڅو دوی د یخ احساس ونه کړي. ډېرې شپې مې خپله کمبله په دوي اچوم، ترڅو یې ساړه ونه شي، زه پخپله ناست یم او تر سهاره پورې ژاړم، ځکه چې سېلاب زموږ کور او د کور ټول توکي له منځه وړي او موږ د کور د بيا جوړولو وس نه لرو.»
صنم ګل یوازینی کس نه دی چې له وروستیو سېلابونو وروسته یې خپل زوی، کور او د کور توکي له لاسه ورکړي دي. د اعلان شويو شمېرو پر بنسټ، د پروان ولايت په غوربند دره کې د وروستيو سېلابونو له امله لږترلږه ٣٠ کسان وژل شوي او ١٠٠ کورونه او سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه په بشپړه توګه ويجاړه شوې ده. زياتره دغه کورنۍ اوس د مني په سړه هوا کې تر خيمو لاندې شپې او ورځې تېروي.
د پروان ولایت د غوربند درې د شینوارو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، د سړې هوا له امله ځینې ماشومان چې له خپلو کورنیو سره تر خیمو لاندې ژوند کوي د سینې او ستوني په ناروغیو اخته شوي دي. د دغو سېلابونو يو تن قرباني نصير احمد وايي: «زموږ يو شمېر ماشومان د سړې هوا له امله ځورېږي. موږ برېښنا یا ګاز نه لرو، او موږ باید د خپلو خیمو د ګرمولو لپاره لرګي او خس راټول کړو. خو دا هېڅ ګټه نه لري. له بلې خوا، موږ روغتیایی خدماتو ته لاسرسۍ نه لرو او موږ پیسې هم نه لرو چې ډاکټرانو او روغتونونو ته ولاړ شو. که زموږ وضعیت ته پام ونه شي، ښایي موږ خپل ماشومان د سینې او ستوني ناروغیو له امله له لاسه ورکړو.»
د پروان ولايت سېلاب ځپلي د طالبانو او مرستندويه ادارو پر بې غورۍ نيوکه کوي او وايي، چې له درېيو مياشتو څخه زياته موده کېږي، چې سختو سېلابونو د شينوارو ولسوالۍ څو درې ځپلي، خو تر اوسه يې د سرپناه لپاره هېڅ ځای نه دی جوړ شوی. دوی په ډاګه کړه، چې سېلابونو د دوی کورونه په بشپړه توګه ويجاړ کړي او د بيارغونې وس يې نه لري. د پروان ولایت د شینوارو ولسوالۍ سېلاب ځپلي له طالبانو او مرستندویه موسسو څخه د سرپناه غوښتنه کوي.
عبدالوهاب په دې ولسوالۍ کې د وروستیو سېلابونو یو بل قرباني دی. هغه، چې د سېلابونو له امله يې خپله خور او درې تنه خپلوان له لاسه ورکړي، ۸صبح ورځپاڼې ته وويل: «سېلابونو زموږ کلي له ځانه سره وړي او موږ ته يې ډېر مالي او ځاني زيانونه اړولي دي. خو طالبان او مرستندویه ادارې یوازې په یو څو کمپلو او یوې خیمې بسنه کړې او زموږ لپاره یې مناسب ځای نه دی جوړ کړی. موږ حیران یو چې څنګه په ژمي کې دلته ژوند وکړو.»
خو په پروان کې د طالبانو سيمهييز چارواکي له دغو سېلاب ځپلو سره د مرستې ډاډ ورکوي. پروان کې د طالبانو د والي وياند حکمت الله شميم له رسنيو سره په خبرو کې وويل: «په تيرو وختونو کې هم له دوى سره نقدي او غيرې نقدي مرستې شوې او د مرستندويه موسسو پام هم غواړو چې مرستې ورسره وکړي.»
باید وویل شي، چې څه موده وړاندې د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان وکړ، چې د ۲۰۲۲ کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د ناڅاپي سېلابونو له امله ۲۵۶ کسان وژل شوي دي. د خپرو شويو راپورونو پر بنسټ، د هېواد په بېلابېلو سيمو کې څه باندې درې زره د استوګنې کورونه او زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې او څه باندې زر څاروي له منځه تللي دي. که څه هم طالبانو له سېلابونو وروسته د طبيعي پېښو له زيانمنو سره د مرستو لړۍ پيل کړې، خو د سېلاب ځپلو سيمو يو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي، چې ډېری مرستې چور شوې، چې اړمنو کسانو ته نه دي رسېدلي.