د لوګر په مرکز پل علم کې د واټونو پرغاړه د توکو پلورونکي او د غرفو خاوندان وايي، چې په دغه ښار کې د طالبانو ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ، د لړم پر ۱۵مه، له مخکينۍ خبرتيا پرته، ټولې غرفې په بې رحمانه ډول په بلډوزر سره لېرې کړې دي.
د واټونو پرغاړه د توکو دغه پلورونکو د یکشنبې پر ورځ، د لړم پر ۱۵مه، د ولايت د مقام د دروازې مخې ته د اعتراض په توګه راټول شول او ويې ويل: «زموږ ژوند واخلئ، خو ډوډۍ مو مه اخلئ!»
معترصان د طالبانو دغه کړنه د بېوزلو پر وړاندې ظلم ګڼي.
دواټونو پر غاړه د توکو پلورونکي او د غرفو خاوندان وايي،چې له يوې خوا سوړ ژمی په رارسېدو دی او له بلې خوا د نفتي توکو او خوراکي توکو بيه د لوړېدو په حال کې ده.: «په همدې حال کې زموږ په روزي کې لغته وهل کيږي.»
د توکو پلورونکو او د غرفو خاوندانو د خپل اعتراض په پای کې د پل علم ښاروالۍ له ځايي مسوولانو سره د دې ستونزې د حل لپاره يوه غونډه وکړه، خو د دوی په وينا دې غونډی هم هېڅ پايله نه لرله.
د توکو پلورونکي او د غرفو خاوندان وايي چې طالبانو له ۳۰۰تر ۳۵۰ غرفې له هرڅه سره، د دې ډلې ښاروالۍ ته لېږدولي دي چې د هرې غرفې ارزښت تر ۴۰۰زره افغانيو رسيږي.
د توکو يو پلورونکی کاظم (مستعار نوم) ۸صبح ورځپاڼې ته وويل چې د خپلې اته کسيزې کورنۍ د اړتياوو يوازينی برابروونکي دی او د عايد پيداکولو يوازينۍ وسيله يې همدا غرفه وه چې طالبانو له ځانه سره وړې ده.کاظم وايي، سره له دې چې تر اوسه د دوی له لوري هېڅ بې نطمي او پر لاره تېريدونکو او د سيمې خلکو ته هېڅ ډول مزاحمت نه دی شوی، خو د طالبانو تر کنټرول لاندې ښاروالۍ، د دوی غرفې له مالونو او توکو سره وړې دي.
د توکو يو بل پلورونکی مصطفی (مستعار نوم) ۸صبح ورځپاڼې ته وويل چې نهه کاله کيږي چې په پل علم ښار کی کار کوي او تر اوسه له داسې سختو او ظالمانه شرايطو سره نه و مخ شوی. د ده په وينا، څه باندې دوه مياشتې کيږي چي نه دی توانیدلی اوړه او غوړي وپېري او له ډير بد اقتصادي وضعيت سره مخ دی.
د توکو دغو پلورونکو د تېرکال په کب مياشت کې هم د خپلې ستونزې د حل لپاره د طالبانو د والي له مرستيال سره کتلي وو. دوی وايي چې تر شل ځلو ډير يې په دې تړاو د طالبانو له مسوولانو سره غونډې لرلې خو هېڅ مثبته پايله يې نه ده و کړې. معترصان له طالبانو غواړي چې د هغه څه پرځای چې دوی يې،ظلم، زورزياتي او تاوترخوالی ګڼي، د ژمي د رارسېدو په درشل کې د خلکو لاسنيوی وکړي.
په لوګر کې ځايي سرچينې وايي چې مسوولانو پرېکړه کړې چې د پل علم ښار د واټونو پرغاړه د توکو د پلورونکو ستونزه حل کړي څو هغوي د طالبانو تر ادارې لاندې د ښاروالۍ د مامورينو او د ټرافيک پوليسو له ځورولو خوندي وي. د دوی په وينا، څه موده وړاندې د توکو د پلورونکو يو شمېر استازو د طالبانو ښاروالۍ د مارکيټونو د تنظیم له مدير او د دغه ځای له قرار دادي کس او دغه راز په دغه ولايت کې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې له مسوولانو سره د توکو د پلورونکو او د غرفو د خاوندانو د ستونزې د حل په موخه غونډه لرله.
د قراردادي کس استازي ويلي دي، چې د طالبانو ښاروالۍ ته ۵۰۰زره افغانۍ د تضمين په توګه ورکوي، خو د طالبانو محکمې، ښاروالۍ او يوې امنتي ادارې په جلا جلا توګه ترې پيسې غوښتې دي. قراردادي کس غرفې د پيسو په بدل کې د توکو د پلورونکو په واک کې ورکوي او د طالبانو ښاروالۍ ته د ضمانت په توګه د يو اندازه پيسو د ورکولو لپاره، تر ېوې مودې له غرفو کرايه ټولوي او د اړوندو ادارو ماليات بيا په جلا ډول ورکول کيږي.
د توکو يو شمير نور پلورونکی وایي تر هغې چې د سبو مارکیټ د ښار منځ ته ونه لېږدول شي، دوی هېچ ځای ته نه ځي .دوی د طالبانو له ځايي مسوولانو د عدالت غوښتنه کوي او وايي چې بايد پر ټولو يوشان هټۍ وويشل شي.