د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د امریکا او ایران جګړه په دغه هېواد کې د ژوند د لګښتونو په ځانګړې توګه د انرژۍ د بیو د لوړېدو اصلي لامل بللې ده.
الجزیرې پنجشنبه د اکتوبر پر ۲۹مه راپور ورکړی چې مکرون ویلي چې د پېر ځواک د کمېدو اصلي لاملونه له ایران سره جګړه، د هرمز تنګي کلابندي او د سون توکو د بیو لوړوالی دی.
فرانسه دا مهال له پراخو لاریونونو سره مخ ده.
دا لاریونونه په پیل کې د زدهکوونکو لهخوا د ښوونیزو شرایطو پر وړاندې د اعتراض په توګه پیل شول، خو د ژوند د لګښتونو په اړه د نارضایتۍ په زیاتېدو یې لمن پراخه شوې ده.





