۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) خبر ورکړی چې د اقتصادي پروژې په بل پړاو کې د افغانستان په پنځو ولایتونو کې پر لمریزې برېښنا سمبال ۷۵ شنې خونې جوړوي.
نوموړي بنسټ پنجشنبه د لړم پر ۷مه په یوه پیغام کې ویلي چې د دغې پروژې موخه د زیانمنونکو ټولنو لپاره د دوامدارو معیشتي فرصتونو برابرول، د دوامدارې کرنې ملاتړ او د کورنیو د عوایدو زیاتول دي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ویلي چې دا پروژه به له زیانمنونکو کورنیو سره مرسته وکړي، څو ډېر عاید ترلاسه او ژوند ښه کړي.
د افغانستان ډېری کلیوالي کورنۍ پر کرنه تکیه دي، خو د کاري بوختیاوو کمښت او اقتصادي ستونزو یې معیشت له ننګونو سره مخ کړی دی.





