۸صبح، کابل: طالبانو خبر ورکړی چې د پاکستان له زندانونو ۲۵۲ افغانان ازاد او افغانستان ته راستانه شوي دي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پنجشنبه د لړم پر ۷مه ویلي چې د دغو کسانو له ډلې ۱۵ یې د سپین بولدک له لارې راغلې دي.
د نوموړي وزارت په خبره، ۲۳۷ نور بیا په ننګرهار کې د تورخم له لارې راستانه شوي دي.
په وروستیو کې پاکستان هلته د مېشتو افغانانو د نیولو او زنداني کولو لړۍ شدیده کړې ده.





