ملیټري ډاټ کام: د داود مزمل ترور د طالبانو په صفوفو کې د داعش د نفوذ د واک ښکارندوی دی

٨صبح، کابل: په افغانستان کې د طالبانو په څو تنو چارواکو له ډلې یې په بلخ کې د دغې ډلې په والي داود مزمل د داعش د خراسان ډلې له لوري د وروستیو موخه ییزو بریدونو پر دوام، ملیټري ډاټ کام په یوې مقاله کې لیکلي دي چې د مزمل وژل کېدل د طالبانو د صفوفو په منځ کې د داعش د نفوذ ښکارندوی دی.

دغه مقاله چې د کلمسون پوهنتون د یوه ښوونکي له لوري لیکل شوې، پنجشنبې ورځ د وري په ٣مه، د ملیټري ډاټ کام په ویب سایټ کې خپره شوې ده.
لیکوال په دې باور دی چې د داعش خراسان ډلې له لوري د طالبانو د لوړپوړو چارواکو د ترور د هڅو نوی پړاو، له افغانستان نه بهر پر ځانګړو موخو د برید لپاره د داعش د وړتیاوو په اړه هم اندېښنې زیاتې کړې دي.

د لیکوال په اند، په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې د موخه ییزو بریدونو زیاتوالی په افغانستان کې د داعش د ماتې په اړه د دغه هېواد د پخوانیو چارواکو او ناټو له ډلې یې د افغانستان د پخواني جمهور رییس، اشرف غني، د ناټو د عمومي منشي ینسچ سټولټنبرګ او د امریکا د دفاع پخواني وزیر جیمز متیس ادعاوې دروغ ثابته کړې.

د مقالې لیکوال وړاندې لیکي چې د داعش خراسان ډله هغه ګواښ دی چې طالبان یې د له منځه وړلو وړتیا نه لري او د دغې ډلې پیاوړتیا به د افغانستان په د ننه او بهر کې د لوېدیځ د ګټو لپاره مستقیم ګواښ وي.

تر دې وړاندې، د سنتکام قوماندان هم ویلي دي چې په افغانستان کې د داعش خراسان ډله په راتلونکي کې کولای شي امریکا کې بریدونه ترسره کړي.

ورته لیکنې

Back to top button