په هېواد کې د کورونا ویروس د نوي ډول خپرېدو په دغه ویروس د اخته وګړو شمېر زیات کړی دی. که څه هم د عامې روغتیا وزارت ددغه ویروس خپرېدل د کورونا ویروس درېيمه څپه نه ګڼي، خو وايي په وروستیو ورځو کې دا ویروس ډېر خپور شوی دی. په دغه وزارت کې د مسوولینو په باور، په اوسني وخت کې د دې ویروس خپرېدونکی ډول چې د انګلیسي کورونا په نوم شهرت لري، په هېواد کې د خپرېدو په حال کې دی. د دغه وزارت د شمېرو له مخې، په اوسني وخت کې کابو دوه سوه تنه په دغه ویروس اخته شوي دي. دغه مسوولین خبرداری ورکوي چې که هېوادوال دې ویروس ته پاملرنه ونه کړي او روغتیايي سپارښتنې مراعات نه کړي، ښايي وضعیت له کنټروله بهر شي. سربېره پر دې، د عامې روغتیا په وزارت کې مسوولین جوتوي چې پر عامه وګړو د واکسینو د تطبیق بهیر پيل شوی او هغه هېوادوال چې عمرونه یې له اتلس کلنۍ لوړ دي، کولای شي د کورونا ویروس د درملنې مرکزونو ته ورشي او واکسین وکړي.
که څه هم په تېرو څو میاشتو کې کورونا ویروس کم شوی و، خو د تمې پرخلاف په وروستیو ورځو کې زیاتي شوی دی. د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال میرویس علي زي ۸صبح ته ويلي چې د تېرې یوې میاشتې په پرتله ددغه ویروس د خپرېدو کچه ۵۰ سلنه زیاته شوې ده. هغه جوته کړه، که څه هم دا ویروس د خپرېدو په حال کې دی، خو دا د کورونا ویروس درېيمه څپه نشو بللی. د ښاغلي علي زي په خبره، که څه هم افغانستان د دغه ویروس د درېيمې څپې له ګواښ سره مخامخ دی، خو ثبت شویو شمېرو ته په پام سره تراوسه درېيمه څپه نه ده پیل شوې. دا په داسې حال کې دي چې د ورځې څه د پاسه سل تنه په دغه ویروس اخته کېږي. د عامې روغتیا وزارت د تازه شمېرو له مخې، په کابل، هرات، کندهار، ننګرهار، کندز، کاپیسا، لوګر، غزني، خوست او فراه ولایتونو کې په یوه ورځ ۱۰۵ تنه په دغه ویروس اخته شوي دي. په اوسني وخت کې په هېواد کې په کورونا ویروس درې زره او ۱۴۸ اخته وګړي شته چې له دې ډلې ۲۲۰ تنه په رغتونونو کې بستر دي.
له بلې خوا، علي زي څرګنده کړه چې په اوسني وخت کې په ټولنه کې د کورونا ویروس چټک خپرېدونکی ډول پراخ شوی دی. د هغه په وینا، اوسمهال په لسو ولایتونو کې لږترلږه ۱۹۷ تنه په دغه ویروس اخته شوي دي چې ډېرې مثبتې بېلګې په ننګرهار ولایت کې ثبت شوې دي. د عامې روغتیا وزارت د مرستیال ویاند په خبره، په دې ولایت کې ۱۲۴ مثبتې بېلګې ثبت شوې دي. هغه وویل چې له ننګرهار وروسته، هرات، وردګ او کندز ولایتونه په نورو کچو کې دي. د ښاغلي علي زي د مالوماتو پربنسټ، په هرات ولایت کې ۳۱، په وردګو کې ۱۲، په کندز کې ۹، شپږ په کابل او غزني، درې په لوګر او یوه بېلګه هم په بغلان کې ثبت شوې ده.
د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال جوته کړه چې ددغه ویروس د خپرېدو کچه د معمولي ډول په پرتله زیاته ده. هغه ددې ترڅنګ چې هېوادوال یې د روغتیايي سپارښتنو عملي کولو ته راوبلل، د ماسکونو کارول او له ګڼې ګوڼې ډډه کول یې د دې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره جدي اړتیا وبلله. علي زي سربېره پر دې یادونه وکړه چې اړتیا ده هېوادوال په ټولنیزو چارو کې معیاري واټن مراعات کړي. د عامې روغتیا وزارت همداراز خبرداری ورکوي که خلک دغه ویروس ته بې پامي وکړي، ښايي دا ویروس ډېر پراخ او وضعیت له کنټروله بهر شي.
د عامې روغتیا وزارت مسوولین د روغتیايي سپارښتنو ترڅنګ، له هېوادوالو غواړي د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره، د کورونا ویروس د درملنې مرکزونو ته په ورتلو د کورونا ویروس واکسین ترلاسه کړي. هغه زیاته کړه چې اوسمهال د ټولنې پر هغو وګړو چې عمرونه یې له اتلس کلنۍ لوړ دي د واکسینو د تطبیق بهیر پيل شوی دی. ښاغلي علي زي زیاته کړه چې یوازې امیندواره مېرمنې او ماشومان نه واکسین کېږي. د ویلو ده چې د نړۍ روغتیا سازمان د ټولنې پر دغې پرګنې د واکسینو د تطبیق سپارښتنه نه ده کړې. د ځینو ډاکترانو د نظر له مخې، ښايي دغه واکسین د امیندواره مېرمنو لپاره جانبي عوارض ولري، له دې امله پر دغو وګړو د واکسین له تطبیقه ډډه کېږي.
د یادولو وړ ده چې په اوسني وخت کې په ټول هېواد کې ۱۹۵ زره تنه واکسین شوي دي. له دې ډلې څه د پاسه ۸۵ زره روغتیايي کارکوونکي او کابو ۳۴ زره ښوونکي دي.
همداراز د عامې روغتیا وزارت تراوسه ۹۶۸ زره دوزه د کورونا واکسین برابر کړي دي. ۵۰۰ زره دوزه له هند او ۴۸۶ زره دوزه هم د روغتیا نړیوال سازمان د کواکس پروګرام له لارې له افغانستان سره مرسته شوي دي. د پروګرام له مخې، روغتیا وزارت غواړي د افغانستان څه د پاسه ۶۰ سلنه وګړي واکسین کړي.
د ویلو وړ ده چې د کورونا ویروس د ۱۳۹۸ کال د کب په پینځمه نېټه په هېواد کې خپور شو. د عامې روغتیا وزارت د تېر کال په لړم میاشت کې د کورونا ویروس د دوهمې څپې خپرېدل تایید کړل. د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، تراوسه په هېواد کې څه د پاسه ۵۷ زره تنه په کورونا ویروس اخته شوي او دوه زره او ۵۴۵ تنه مړه شوي دي. دا رسمي شمېرې د عامې روغتیا وزارت له خوا تایید شوې دي. ښايي روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي محدودیت ته په پام سره غیررسمي شمرې له اعلان شویو شمېرو زیاتې وي.