۸صبح، کابل: د تمدن ټلویزیون د امتیاز څښتن محمد جواد محسني ویلي چې د دغه ټلویزیون مسوول مدیر محمد رحمتي او یو کارکوونکی محمد رضا احساني د طالبانو زندان په انفرادي بند کې ساتل کېږي.
جواد محسني شنبه د چنګاښ پر ۶مه په خپله فیسبوکپاڼه کې لیکلي چې د دغه ټلویزیون دا دوه کارکوونکي له تېرو شپږو ورځو راهیسې له کوم تور پرته د طالبانو د عدلیې وزارت په امر په انفرادي بند کې ساتل کېږي.
محسني په زندان کې د محمد رحمتي له روغتیايي وضعیته اندېښنه ښودلې او په وینا یې، که هر ډول ستونزه ورته رامنځته شي، مسوولیت به یې د طالبانو په غاړه وي.
نوموړي د دغو کسانو د خوشې کولو غوښتنه کړې.
څه موده مخکې طالبانو د تمدن ټلویزیون مرکزي دفتر ته ورغلي او د دغه ټلویزیون خپرونې یې بندې کړې دي.





