نړیوالو رسنیو خبر ورکړی، چې د افریقا په دوو هېوادونو (ملاوي او موزمبیق) کې د سخت توپان له امله، له (۲۰۰) ډېر کسان وژل شوي دي.
د فرانسې خبري آژانس چهارشنبه (مارچ ۱۵) د مالاوي چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې د (کلونفردي) په نوم توپان دغه هېواد ځپلی دی.
سیمهییزو چارواکو تایید کړې، چې په مالاوي کې د توپان له امله تر اوسه ۱۹۰ کسان وژل شوي، ۵۸۴ ټپیان او ۳۷ نور ورک دي.
په گاونډي هېواد موزمبيق کې هم ۲۰ کسان وژل شوي او ۲۴ نور ټپيان دي.
په مالاوي کې د بېسرحده ډاکټرانو همغږي کوونکي، (ګیلرم بولیتو)، د دې هیواد وضعیت کړکیچن وباله او زیاته یې کړه چې ډیری خلک د خټو او زمکې د ښوییدو له امله مړه شوي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د کلونفردي طوفان د ۵۹ زره کسانو ژوند ګډوډ کړی دی.
د فرانسې د هوا پېژندنې ادارې په دغه ویجاړونکي طوفان کې د باد سرعت په ساعت کې ۲۰۰ کیلومتره اندازه کړی.
د کلونفردي توپان، د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ، د موزمبیق له لارې له تېرېدو وروسته مالوي ته ورسېد. د هوا پیژندنې نړیوال سازمان په ۱۹۹۴ کې دې ورته پیښې راهیسې، کلونفریدي تر ټولو اوږدمهاله استوایي طوفان په توګه ثبت کړی.