• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د پکتیا څه د پاسه ۱۷۰ زره هکتاره ځنګلونه جدي پاملرنې ته اړتیا لري

محتاج اصیل ـ پکتیا

 محتاج اصیل ـ پکتیا محتاج اصیل ـ پکتیا
۳ زمری/اسد ۱۴۰۰ - ۲۵ جولای ۲۰۲۱ [t_time:1627194031]

د پکتیا ولایت ۱۱ ولسوالۍ غرنیزه جغرافیه لري او غرونه یې په مېوه لروونکو او غیر مثمیرو ځنګلونو پوښلي دي چې ۱۷۰ زره او ۲۲۰ هکتاره اټکل شوي دي. د تېرو درېیو لسیزو جګړو پر مهال دغه ځنګلونه په غیرمسلکي ډول پرې شوي او اوس مهال بیارغونې ته جدي اړتیا لري. خو دا چې دولت یا سیمه ییزه اداره ولې په وروستۍ لسیزه کې چې د بیارغونې لسیزه نومول شوې، د دې ولایت په ګڼو سیمو کې د ځنګلونو د بیارغونې او ساتنې په برخه کې پاتې راغلی، په اړه یي د پکتیا ولایت په څمکنیو، جانیخېلو او لجې منګلو ولسوالیو کې د منګلو قوم یو قومي مشر لایق خان منګل وایي: «د دولت له خوا په دې برخه کې کوم ځانګړی پروګرام نشته، سیمې د حکومت د پوښښ تر لاندې نه دي امنیت یې هم نه خوندي کوي نو له دې امله په خپله قومونو تړون کړی چې نور به دا ونې نه پرې کوي.»
د پکتیا په غرنیو سیمو کې مېشت خلک وایي چې د ځنګلونو رغولو او نه پرې کولو ته ژمن دي او د دغې ژمنتیا د پوره کولو لپاره یې قومي تړونونه کړي او د ځنګلونو د ساتلو لپاره یې ولسي ساتونکي (قومي اربکي) ګمارلي چې ټول لګښت یې د قومونو لخوا ورکول کېږي.
د پکتیا ولایت د ځاځي آریوب ولسوالۍ یو قومي مشر محمد انور صدیقي وايي: «موږ اربکي ورته وایووو دوی د قوم اعتباري خلک دي، د ځنګلونو ساتنه کوي، هغه خلک چې بې موجبه د ونې پرې کوي مخه یې نیول شوې، کلک تړون شوی، هرڅوک چې یوه ونه پرې کړي او آن یو شاخ یې زیانمن کړي جریمه ټاکل شوې چې د پرېکړې له مخې ترې ناغه اخیستل کېږي.»
د پکتیا ولایت د دغو سیمو اوسېدونکي کرنیزې ځمکې او یا هم مېوه لروونکي بڼونه نه لري چې د ورځنیو اړتیا په پوره کولو ترې ګټه واخلي، د دوی د عوایدو يوازېنۍ سرچینه دغه ځنګلونه دي چې لرګي یې په بازارونو کې د سون لپاره پلورل کېږي.
خلک او قومي مشران له مسوولو چارواکو غواړي چې د بدیل معیشت لپاره داسې پروژې ورکړي چې له یوې خوا د ځنګلونو ونې په مسلکي ډول پرې او ترې کار واخیستل شي او له بله پلوه په پلي کېدو سره یې د سیمې اوسیدونکو ته د کار زمینه برابره شي.
د پکتیا ولایت د وزې ځدراڼ او جانیخېلو ولسوالیو اوسېدونکي لعل مرجان او نور ولي وایي: «له دولت څخه مو غوښتنه دا ده، داسې پروژې عملي کړي چې د ځنګلونو په ساتنې او د نیالګیو په روزلو کې ونډه واخلو قوریې جوړې کړو، نوي نیالګي چې ډېر ګڼ شوي کم او په هغو ځایونو کې یې کېنوو چې ونې په کې نشته.»
له بلې خوا، د پکتیا ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رییس محمد الدین مهمند، مني چې ولسي وګړو ورسره د ځنګلونو په ساتنه کې پوره ونډه اخیستې او لا هم د قومي تړنونو له مخې د ځنګلونو ساتنه کېږي.
مهمند وایي، هڅې یې پیل کړې چې د دوی قومي تړونونو ته په دولتي چوکاټ کې رسمي بڼه ورکړي او له مخې یې د دوه اړخیزې هوکړې پربنسټ دوی ته وړې او مناسبې پروژې وکړل شي.
د پکتیا د کرنې رییس زیاتوي: «له نېکه مرغه په پکتیا ولایت کې دغه قومي تړونونه مهم رول لري، د پکتیا په ډېری ولسوالیو کې دغه تړونونه عملي کېږي او د ځنګلونو د پرې کولو مخنیوی یې کړی دی، په لومړي ګام کې زموږ پلان دا دی، تړونونو ته رسمي بڼه ورکړو، چې وکولای شو د دوی لپاره بدیلې پروژې عملي کړو.»
مهمند وايي، تر دې دمه یې په ۷ ولسوالیو کې له قومي مشرانو سره له وزراته د ورغلي پلاوي په ګډون لیدلي او د قومي تړونونو د رسمي کېدو پرسر یې ورسره خبرې کړې دي. هغه جوته کړې چې په نږدې راتلونکي کې به د پاتې ولسوالیو له قومي مشرانو سره خبرې وشي او د یوه ځانګړي میکانیزم له لارې به داسې پروژې عملي کړي چې نه یوازې ځنګلونه وده وکړي، بلکې د سیمې خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي. چارواکي وایي پکتیا اوس مهال ۱۷۰۲۲۰ هکتاره ځنګلونه لري او هوډ لري چې د سیمې د اوسېدونکو په ملاتړ دا شمېره په راتلونکو کلونو کې نوره هم لوړه کړي.
له هغې وروسته خلک د ځنګلونو د ساتنې لپاره هوډمن شول چې دوه کاله مخکې یوازې د پکتیا له غرونو لس زره او ۶۰۰ متریک ټنه جلغوزي له هېواده بهر او په ځانګړي ډول چین ته صادر شول.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

په غور، غزني او پکتیا کې د ترافیکي پېښو له امله شپږ کسان مړه او ۳۵ نور ټپيان شوي
خبرونه

په غور، غزني او پکتیا کې د ترافیکي پېښو له امله شپږ کسان مړه او ۳۵ نور ټپيان شوي

۲۹ زمری/اسد ۱۴۰۳ - ۱۹ اګست ۲۰۲۴ [t_time:1724088551]
خبرونه

په پکتیا کې یو ۱۲ کلن هلک ځان زندۍ کړی

۱ زمری/اسد ۱۴۰۳ - ۲۲ جولای ۲۰۲۴ [t_time:1721670470]
خبرونه

په پکتیا کې یوه ښځه پر کانګو ناورغۍ تر اخته کېدو وروسته مړه شوې

۲۴ غبرګولی/جوزا ۱۴۰۳ - ۱۳ جون ۲۰۲۴ [t_time:1718303173]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هالنډ کې د ازبکي ژبې د ملي ورځې د نمانځنې مراسم ترسره شول

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.