۸صبح، کابل: طالبانو خبر ورکړی چې پرون ۱۴۴ کورنۍ چې ۵۹۸ کسان کېږي، له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته راستنې شوې دي.
د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت شنبه د تلې پر ۴مه ویلي چې ۱۸۲ کسان د تورخم له لارې راغلې دي.
د نوموړي په خبره، ۶۰ کسان د کندهار د سپین بولدک له لارې راستانه شوي دي.
فطرت زیاته کړې چې ۳۱۶ افغانان بیا د نیمرزو او ۳۷ نور بیا د هرات له لارې افغانستان ته راغلي دي.
د یادونې ده چې له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو د جبري ستنولو لړۍ دوام لري.





