طالبانو په تېرو ۱۵میاشتو کې سلګونه هېوادوال له دغې ډلې سره د مخالفت په تور نیولي او بندیان کړي دي. ډېری دغه کسان د پنجشېر ولایت اوسېدونکي دي چې د ملي مقاومت له جبهې سره د همکارۍ په تور نیول شوي او له میاشتو، میاشتو راهیسې د طالبانو په زندانونو کې له دې پرته چې دوسیې یې وڅېړل شي، پراته دي. د ۸صبح ورځپاڼې د موندنو له مخې، په نیول شویو کسانو کې کروندګر، شپانه، ملا امامان، محصلین، خبریالان، معترضې ښځې او نجونې او د پوهنتون استادان شامل دي. د ۸صبح د موندنو له مخې، طالبانو په تېرو دوو میاشتو کې تر ۵۰۰ ډېر کسان چې ډېری یې ملکیان دی، د بېلابېلو تورونو په تور نیولي او ربړولي دي.
د مقاومت له ملي جبهې سره د همکارۍ په تور د شپنو نیول کېدل
د یکشنبې په ورځ د لیندۍ په ۶مه، ځايي سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې طالبانو د پنجشیر ولایت د پیریان ولسوالۍ په شالکچه کلي کې شپږ شپانه د ملي مقاومت له جبهې سره د همکارۍ په تور نیولي دي. د سرچينو د معلوماتو له مخې، د دغو شپنو دوه تنه تر نيول کېدو وروسته د پيريان ولسوالۍ د کرپیتاب کلي د استوګنې په يوه کور کې بنديان وو. ځایي سرچینو ویلي، چې د دغو شپنو د خوشي کېدو لپاره د ځایي سپین ږېزو هڅو پایله نه ده ورکړې. خو ځايي سرچينې وايي، چې دغه شپانه له هېڅ سياسي بهیر سره تړاو نه لري او پر خپلۍ شپنۍ بوخت وو.
له طالبانو سره د مخالفت په تور د ملکیانو نیول کېدل
بل خوا طالبانو د دايکندي ولايت د خدیر ولسوالۍ په «وطمه» کلي شپږ تنه د وسلو د لرلو او له دغې ډلې سره د مخالفت په شک نيولي دي. ځايي سرچينې وایي، نیول شوي کسان د خان محمد، حسين علي، عيد محمد، نسيم او داد محمد په نومونو دي. په دایکندي کې ځايي سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې نیول شویو کسانو د طالبانو پر ضد هېڅ ډول فعالیت نه درلود. د دوی د ادعا له مخې، په دايکندي کې د طالبانو يوه ځایي ملاتړي محمدعلي صداقت طالبانو ته د خپلو ٥٠ تنو سيالانو نومونه او ادرسونه ورکړي او ادعایې کړې ده، چې دغه کسان د هغوی مخالفین دي.
دغه راز د یکشنبې په ورځ د لیندۍ په ۶مه، سرچینو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ادعا کړې ده، چې د فراه ولایت د پرچمن ولسوالۍ په قیصار کلي کې د طالبانو ۲۸ جنګیالي په خوراکي توکو مسموم شوي دي. دغې ډلې د خپلو ځواکونو له مسمومېدو وروسته د دې ولسوالۍ د قیصار سیمې څو تنه اوسیدونکي نیولي دي چې تر اوسه یې برخلیک څرګند نه دی.
د معترضو او محصلو نجونو نیول کېدل
د طالبانو لاس ته د افغانستان له لوېدو وروسته، ښځو او نجونو په هېواد کې پر دوی د سختو محدودیتونو او له ټولنیز ژوندانه د ښځو د بشپړ محرومیت له امله د خپلې ناخوښۍ په څرګندولو سره د عدالت د ټینګښت او د ښځو د حقونو د خوندېتوب غوښتنه کړې، چې د دې ډلې له لوري سختې ځپل شوې او نیول شوې دي. د تېرو دوو مياشتو په لړ کې د طالبانو له لوري درې معترضې ښځې زنداني شوې دي. ظریفه یعقوبي او د هغې څلور نارینه همکاران، یوه معترضه نجلۍ فرحت پوپلزۍ او د ښځو د حقونو فعاله حمیرا یوسف له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د طالبانو په زندان کې دي او تر اوسه د هغوی د وضعیت په اړه څوک معلومات نه لري. تر دې وړاندې هغه نجونې چې د کابل، بلخ، هرات، بدخشان، کاپیسا، غزني او یو شمېر نورو ولایتونو په پوهنتونونو کې یې اعتراضونه کړي وو، د طالبانو له لوري نیول شوې او تر سلو زیاتې یې د کابل له بیلابیلو پوهنتونونو او لیلیو منفکې شوې دي.
د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مخکیني رییس عبدالله عبدالله د سلاکار او ساتونکي نیول کېدل
د جمعې په ورځ د لیندۍ په ۴مه، سرچینو ۸ صبح ورځپاڼې ته وویل چې د عبدالله عبدالله یو ساتونکی او ورور یې د طالبانو له لوري نیول شوی دی. د هغوی په وینا، طالبانو فیروز خان او د عبدالله ساتونکی فریدون د کابل ښار په کارته نو کې په عام محضر کې تر وهلو ټکولو وروسته نیولی دی. پر دې سربېره د یکشنبې په ورځ دلیندۍ په۶مه، د هغوی بل ورور جعفرخان هم نیول شوی، چې تر اوسه یې د برخلیک په تړاو معلومات نشته. دغه راز دغې ډلې د عبدالله عبدالله یو پخوانی سلاکار هم نیولی دی. د پنجشنبې په ورځ د عقرب په ۱۹مه ځایي سرچینو ۸ صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې طالبانو د ملي روغې جوړې د عالي شورا پخوانی سلاکار او د سمنګان د خرم او سارباغ پخوانی ولسوال ملاحفیظ په کابل ښار کې نیولی دی.
د نکټايي تړلو او مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور د پوهنتونونو او ښوونځيو د استادانو نیول کېدل
په کاپيسا ولايت کې ځایي سرچينو د پنجشنبې په ورځ د لړم په ٢٦مه، د دغه ولايت د حصه اول او حصه دوم ولسوالیو د خم زرګر او جلدګ په کلیو کې د يوه ښوونکي په ګډون د شپږو ملکيانو د نيولو خبر ورکړ. د سرچينو په وینا، نيول شوى ښوونکى جاويد نومېږي، چې له ملي مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نيول شوى دی. د دې ترڅنګ طالبانو د پوهنتون یو استاد هم نیولی دی. سرچينو د لړم په ١٧مه، له ٨صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې د پوهنتون دغه استاد احمدمایل رهنورد نومیږي. ښاغلی رهنورد له دوو میاشتو راهیسې په بند کې دی او طالبانو یې کورنۍ ته خبرداری ورکړی چې د هغه نیول کېدل رسنیز نه کړي. د سرچینو په وینا، رهنورد په پنجشېر کې بې وزلو او اړمنو خلکو ته د مرستو پر راټولولو بوخت و.
پر دې سربېره ، د جمعې په ورځ د تلې په ۲۲مه، د امربالمعروف او نهي عن المنکر محتسبانو د غزني پوهنتون دوه استادان د دریشۍ اغوستلو په جرم نیولي دي. د غزني پوهنتون دغه دوه استادان په دغه پوهنتون کې د ښوونکي د ورځې په مناسب جوړو شویو مراسمو کې نیول شوي دي. د سرچينو د ادعا پربنسټ، دغه استادان له ١٢ساعتونو وروسته د څو نورو استادانو په ضمانت خوشي شول. دغه راز دغې ډلې په دغه ولايت کې د يوه انېسټېټیوټ مسوول د دغه انېسټېټیوټ د محصلينو د فراغت په مراسمو کې د درشۍ اغوستو او نکټایۍ تړلو په جرم نيولى دى.
د ملي مقاومت له جبهې او بهرنیانو سره د همکارۍ په تور د پخوانيو نظامیانو نیول کېدل
په فاریاب کې طالبانو د مخکیني حکومت یو سرتېری د امریکا له استخباراتي سازمان یا سي آی اې سره د همکارۍ په تور نیولی دی. طالبانو دغه پخوانی سرتېری د سه شنبې په شپه د لیندۍ په لومړۍ نېټه، د فاریاب ولایت په مرکز میمنې ښار کې نیولی او کابل ته یې لېږدولی دی. د ځايي سرچينو په وينا، دغه کس عبدالکريم نومیږي او د ميمنې ښار د درېيمې ناحيې د تکلي خانې سيمې اوسېدونکى دى. د هغوی د څرګندونو له مخې، هغه درې مياشتې وړاندې له پاکستانه راستون شوى و او هېڅ ډول پوځي فعاليت يې نه درلود.
د ۸صبح ورځپاڼې د موندنو له مخې، طالبانو په تخار ولایت کې یو پخوانی سرتېری له ملی مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولی دی. طالبانو دغه پخوانی سرتېری د چهارشنبې په ورځ د لړم په ۱۸مه، په خپل کور کې نیولی دی. هغه عبدالوکیل ورسجي نومیږي. ښاغلی ورسجي په مخکیني حکومت کې د مارشال محمد قسیم فهیم په پوځي پوهنتون کې دنده ترسره کړې او د مخکیني حکومت له ړنګېدو وروسته پر خپل عادي ژوند بوخت و.
پر دوی سربېره ،په دې موده کې ګڼ نورمخکیني پوځيان هم نيول شوي دي. په دغه راپور کې دغه دوه کسان له بهرنیانو سره او مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور د نیولو شویو کسانو د بېلګې په توګه راخېستل شوي.
د سندرغاړو او هنرمندانو نیول کېدل
طالبانو د افغانستان له نیولو وروسته، سندرغاړو او هنرمندانو ته د کار کولو اجازه نه ده ورکړې، د موسیقۍ الې یې ورماتې کړي او په ځینو مواردو کې یې سندرغاړو ته په عام محضر کې توهین او سپکاوی کړی دی. په ترټولو تازه پېښه کې، دې ډلې په کندهار ولایت کې یو ځايي سندرغاړی نیولی دی. دغه سندرغاړی نجیب شریف نومیږي، چې د لړم په ۱۶مه د کندهار ښار په۱۱مه امنیتي حوزه کې نیول شوی او ناڅرګند ځای ته لېږدول شوی دی. تر اوسه د هغه د برخلیک په اړه معلومات نشته. دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال طالبانو کندهار ته د راتګ په لومړيو ورځو کې يو مشهور ټوکمار خاشه تر ربړولو وروسته په ډزو وواژه. دغې ډلې د خاشه تر وژلو مخکې د هغه د توهین او سپکاوي ويډیوګانې خپرې کړې.
د لړم په لومړۍ نېټه، ځايي سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې طالبانو د کندهار ولایت یو ممثل عطاء الله زر نیولی دی. طالبانو ویلي، چې دغه ممثل یې د جنایي جرمونو په تور نیولی دی، خو څرګنده کړې یې نه ده، چې ښاغلی زر یې په کوم جرم نیولی دی.
د خبریالانو نیول کېدل
په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په یوه کال او دریېو میاشتو کې لسګونه خبریالان ربړول شوي او نیول شوي دي. همدا اوس څو خبریالان پر فېسبوک د دې ډلې په مخالفت کې د نظرونو د لیکلو له امله د طالبانو په زندانونو کې دي. په دغه رپوټ کې یوازې په وروستیو دوو میاشتو کې د نیول کېدو پېښو ته کتنه شوې ده. په کندهار کې ځايي سرچينو د يکشنبې په ورځ د لړم په لومړۍ نېټه، ویلي دي، چې طالبانو په دغه ولايت کې د ملت غږ راډيو مشر او يو ځایی خبريال نيولى دى. د ملت غږ راډیو مسوول بسم الله وطندوست او ځایي خبریال شیر احمد نوري د طالبانو د غوښتنې پر خلاف د رسنیز فعالیت په تور نیول شوي دي. تر دې وړاندې طالبانو رسنیو ته امر کړی و چې د خپلو خپرونو منځپانګه له خپرېدو مخکې له دغې ډلې سره شریکه کړي. د هغوی دغه کار د رسنیزو بنسټونو له لوري سانسور او د بیان ازادۍ ځپل بلل شوي دي.
د ږېرې د خرېلو او د وېښتانو د اصلاح کولو له امله د هېوادوالو نیول کېدل
د تېر کال په لړ کې طالبانو په افغانستان کې ټولو نایانو ته خبرداری ورکړی و، چې د خپلو مشتریانو ږیرې دې نه خرېيي او وېښتان دې ورته د بهرنیانو په سټایل نه جوړوي. دغې ډلې د تلې په ۲۰مه، په کندهار ولایت کې تر ۵۰ ډېر ځوانان د ږیرې د خرېلو او د وېښتانو د سټایل په تور نیولي دي.
سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې په کندهار کې طالبانو دغه اقدام د دې ډلې د غایب مشر ملا هبت الله اخندزاده له امر وروسته کړی دی. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د طالبانو له لوري لسګونه کسان د ږيرو د خرېلو او د وېښتانو د اصلاح کولو په تور ربړول شوي او په ځينو مواردو کې د څو ساعتونو لپاره توقيف شوي دي.
د طالبانو له لوري د ملکیانو ډلیزې نیونې
طالبانو په بېلابېلو تورونو د هېوادوالو پر انفرادي نيولو سربېره ډله ييزې نيونې هم کړې دي. دغې ډلې د سه شنبې په ورځ د تلې په ۵مه، د دایکندي ولایت ۴۰ ځایي مخور نیولي دي. ځايي سرچينو ۸صبح ورځپاڼې ته ويلي، چې دغه کسان د کوچيانو له ادعا وروسته، د دايکنډي په خدیرولسوالۍ کې نيول شوي دي. ځايي سرچينې وايي، کوچيانو ادعا کړې، چې شاوخوا۴۰ کاله وړاندې د خدير ولسوالۍ د درې خودي کلي اوسېدونکو پنځه کوچيان وژلي دي. د سرچينو په وینا، طالبانو د غم قل، خيرخانې، تباغ، ښکته غمقول او درې خودي کلیو مخور نيولي او بنديان کړي دي.
د پنجشېر ولایت ځايي سرچینو د یکشنبې په ورځ د تلې په ۳مه، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې طالبانو په دغه ولایت کې تر ۵۰ ډېر ولسي وګړي نیولي دي. دغه کسان د ملي مقاومت له جبهې سره د همکارۍ په تور د پريان ولسوالۍ په کوهسار، شانیز او قاضي خېلو سيمو کې نيول شوي دي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، نيول شوي کسان ټول کروندګر دي او د ملي مقاومت له جبهې سره يې هېڅ تړاو نه درلود.
طالبانو د پنجشېر د اوسېدونکو د نيولو په لړکې په دغه ولايت تر سلو زيات ځوانان نيولي دي. ځايي سرچینو د پنجشنبې په ورځ د تلې په ۲۱مه، ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې دغه کسان د دغه ولایت په رخه ولسوالۍ کې نیول شوي دي. دغه راز دغې ډلې د جمعې په ورځ د تلې په ۲۲مه، د پنجشیر ۷۰ تنه اوسېدونکي په کابل کې نیولي دي. دغه کسان د کابل ښار د خيرخانې، شهرنو او سراى شمالي سيمو کې نيول شوي دي. سرچينو ادعا کړې، چې دغه کسان يوازې له دې امله نيول شوي او نامعلوم ځاى ته لېږدول شوي چې «پنجشیریان» دي. د سرچينوپه وینا، ډېرى دغه بنديان د درې ولسوالۍ اوسېدونکي دي.
پردې سربېره، د طالبانو یوه لرې کړای شوي قوماندان هم په کابل ښار کې د پنجشیر۲۲۰ اوسېدونکي نیولي دي. سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې دغه کسان په پنجشیر کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ د امنیت پخواني امرعبدالحمید خراساني نیولي دي. سیمه ییزو سرچینو د تلې په ۲۶مه، ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې دغه کسان د ملي مقاومت له جبهې سره د همکارۍ په تور د کابل ښار په بېلابېلو سیمو نیول شوي او د طالبانو استخباراتو ته سپارل شوي دي.
په همدې حال کې په پنجشیر ولایت کې یو شمېر سرچینې ادعا کوي چې طالبانو په تېر کال کې تر پنځو زرو ډېر پنجشیریان نیولي او زنداني کړي دي. بل خوا، د ملي مقاومت جبهې هم ادعا هم کړې چې طالبانو په یوه کال کې د پنجشیر ولایت تر ۵۴۰۰ ډېر اوسېدونکي نیولي او بندیان کړي دي. ۸صبح ورځپاڼې تر دې وړاندې هم داسې اطلاعات ترلاسه کړي،چې طالبان د دې ډلې د استخباراتو په ۴۰ ریاست کې بندیانو ته د درې وخته ډوډۍ ورکولو پرځای هغوی په ورځ کې درې وخته شکنجه کوي. د پنجشېر يو شمېر اوسېدونکي د بنديانو پر وضعيت اندېښنه څرګندوي او وايي، چې له څو مياشتو راهيسې د طالبانو په زندانونو کې بندیان د دې ډلې د استخباراتو له لوري په «وحشیانه» ډول ربړول کیږي. یوه سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وایي چې« ټول بندیان بې ګناه دي» هغه د بېلګې په توګه د پوجاوه کلي د اوسېدونکي عبدالمالک چې د عبدالفاروق زوی دی، يادونه کوي، د سرچینې په وینا، هغه د کابل ښار د ګل فروشۍ په کوڅه کې څوکيدار و، خو دوه میاشتې کیږي چې د طالبانو د استخباراتو د ۴۰ ریاست په زندان کې دی او په تړاو یې هېڅ معلومات نشته.دغه سرچینه دغه راز په هرات کې د «پنجشیري توب» په تور د یوه دیني عالم د نیول کېدو خبر هم ورکوي. سرچینې په وينا، د دغه ديني عالم نوم مولوي ملک دى او د درې ولسوالۍ اوسېدونکى دى. سرچینه زیاتوي، چې دغه دیني عالم شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د اسلام کلا بندر کې نیول شوی او اوس د طالبانو د طالبانو د استخباراتو په ۴۰ ریاست کې زنداني دی.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په پنجشېر کې د هغو ملکي وګړو د دوسیو د څېړلو لپاره د یوه کمېسیون د جوړوېدو خبر ورکړی چې د جګړو پر مهال نیول شوي دي. د باختر خبري آژانس چې د طالبانو تر کنټرول لاندې فعاليت کوي، د يکشنبې په ورځ د تلې په ٢٤مه، خبر ورکړ چې دغه کميسيون شپږ غړي لري او مشري يې د کابل د والي پر غاړه ده. دا کمیسیون د طالبانو د لومړي وزیر ملا حسن اخند په امر جوړ شو. خو تر اوسه یې د کار د پیل په تړاو معلومات په لاس کې نشته.
طالبانو د ملکي وګړو او پخوانیو پوځيانو د نیولو په لړ کې ، قومي مشران هم بندیان کړي دي. دغې ډلې تر اوسه د غور، سمنګان، فاریاب، دایکندي، پنجشیر، پروان او یو شمېر نورو ولایتونو په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر قومي مشران د بېلابېلو تورونو په تور نیولي دي.