۸صبح، کابل: د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي چې پرون ۱۷۱ کورنۍ چې ۷۵۴ کسان کېږي، له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته راستنې شوې دی.
فطرت دوشنبه د تلې پر۶مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ۴۱ کورنۍ چې ۲۲۷ کسان کېږي، د ننګرهار د تورخم له لارې افغانستان ته راغلې دي.
د هغه په وینا، ۱۱ کورنۍ چې ۶۹ کسان کېږي، د کندهار د سپینبولدک له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
همدا راز، ۱۱۳ کورنۍ چې ۴۵۲ کسان کېږي، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې او شپږ کورنۍ چې ۲۵ کسان کېږي، د هرات د اسلام کلا له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي.





