۸صبح، کابل: د بلومبرګ د رپوټ له مخې ام ټي ان مخابراتي شرکت په افغانستان کې خپله ونډه پر یوه لبناني شرکت پلورلې او په دې هېواد کې خپل فعالیت پای ته رسوي.
د بلومبرګ راپور چې پنجشنبې د لړم په دوولسمه خپور شو پکې ویل شوي چې (MTN) د ۳۵ میلیون ډالرو په ارزښت خپله تجارتي ونډه په بیروت کې مېشت یوه شرکت (M1 New Ventures) پلورلې ده.
ددغه راپور له مخې، ام ټي ان تر ټولو لوی افریقايي مخابراتي شرکت هڅه کوي چې په منځني ختیځ کې خپل فعالیت کم کړي.
له منځني ختیځ څخه ددې شرکت وتل چې مرکز یې په سویلي افریقا کې دی، د ۲۰۲۰ کال له اګست میاشتې راهیسې د پام وړ ګرځېدلي دي.
د ام ټي ان شرکت د عامل مدیر رالف موپيتا په وینا، دا سوداګریزه ډله هڅه کوي چې له منځني ختیځ څخه په وتلو او په ټوله افریقا کې په فعالیت سره ددې سوداګریز شرکت خطرونه کم کړي.
دغه مخابراتي شرکت له ۲۰۲۰ کال راهیسې پر خپله کورنۍ وچه یعنې افریقا خپل تمرکز محدود کړی او مخ پر ودې سیمو ته یې مخه کړې ده.
ام ټي ان شرکت په بازار کې د څلوېښت سلنه ونډې په لرلو، په افغانستان کې تر ټولو لوی مخابراتي شرکت ګڼل کېږي.
ام ټي ان د ټولې افریقا او منځني ختیځ په نولسو بازارونو کې فعالیت کوي او د ۲۰۲۲ کال د جون تر پایه یې ۲۸۶،۱ میلیونه کاروونکي لرل.