یوناما د ظریفې یعقوبي او څلورو تنو نورو د نیولو په تړاو د سپیناوي غوښتنه وکړه

۸صبح، کابل: یوناما د ښځو حقونو فعالې ظریفې یعقوبي او څلورو تنو نورو په اړه، چې تېره ورځ په کابل کې ونیول شوې له طالبانو د سپیناوي غوښتنه کړې ده.
د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ دفتر جمعه د لړم پر دیارلسمه یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې «ټول افغانان د ګواښ او نیولو کېدو له وېرې پرته د سولهییزې غونډې، د بیان ازادۍ او عقیدي له اساسي حقونو برخمن دي.»
طالبانو تېره ورځ د ښځو حقونه فعاله ظریفه یعقوبي او د خبریالانو په ګډون څو تنه نور د کابل په دشت برچي کې په یوه خبري ناسته کې نیولي دي.
دغه خبري ناسته چې د «برابرۍ لپاره د افغان مېرمنو غورځنګ» د اعلان لپاره جوړه شوې وه طالبانو یې په تاوتریخوالي سره مخه ونیوه.
د دغې غونډې یوه ګډونوال ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې طالبانو د ټولو ګرځنده ټلیفونونه چیک کړل او وروسته یې له ناستې وایستل.
د سرچینو د معلوماتو له مخې ګڼ شمېر طالب ځواکونه د ناستې ځای ته ورغلي وو او په ناسته کې یې د خبریالانو د ګډون مخه نیولې وه.