۸صبح، کابل: د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په فراه کې د یوه کس د اعدام په تړاو نیوکو ته په غبرګون کې ویلي، چې په ټوله نړۍ ان په امریکا او اروپا کې هم د اعدام سزا شته.
مجاهد دغه موضوع پنجشنبه د ليندۍ پر ۱۷ د یوه ټویټ په خپرولو سره بيان کړې ده.
هغه ليکلي: «له بدهمرغه چې ځینی هېوادونه او بنسټونه لا هم له افغانستان څخه سمه پیژندنه او څیړنه نه لري. افغانستان یو اسلامي هېواد دی، تر ۹۹ سلنه زیات خلک یې مسلمانان دي، د اسلامي قوانینو او نظام د تطبیق لپاره یې ډیرې قربانۍ ورکړی.»
مجاهد دغهراز څرګنده کړې: «دا چې په افغانستان باندې د اسلامي سزاوو د تطبیق له امله نیوکې کیږي، څرګندوي چې لا هم ځینې هیوادونه او ټولنې یا خو یې مطالعه او معلومات نیمګړي دي او یا هم له اسلام سره ستونزه لري.»
د هغه په وينا، دا ډول کړنې د هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه او د غندنې وړ دي.
د طالبانو دغه غبرګون په داسې حال کې څرګندېږي، چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، د هرات د انجيل ولسوالۍ پر اوسېدونکي تاجمير په عام محضر کې د اعدام د لومړني حکم پلي کېدل له پراخو نړيوالو غبرګونونو سره مخ شوي.
د يادونې وړ ده، چې د دغه حکم د پلي کېدو پرمهال د طالبانو جګپوړو مشرانو هم حضور درلود.