۸صبح، کابل: د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وایي چې د کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو پر بېلابېلو برخو د پاکستان د هوايي بریدونو له امله څلور ملکیان وژل شوي دي.
مجاهد پنجشنبه د تلې پر ۲مه، په یوه خبرپاڼه کې دا بریدونه په سختو ټکو غندلي او دا کار یې «څرګند تېری» بللی دی.
د طالبانو ویاند یو ځل بیا ټینګار کړی چې دا بریدونه به «بېځوابه پاتې نه شي».
مجاهد زیاته کړې چې پاکستان د خپلو کورنیو ستونزو پر وړاندې د خپلو ناکامیو د توجیه کولو لپاره د افغانستان پر خاوره هوايي برید کړی دی.
پاکستان د پنجشنبې پر سهار د تلې پر ۲مه، د خوست، کندهار او پکتیا ولایتونو بېلابېلې سیمې بمبار کړې دي.
بلخوا، د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا بریدونه د پاکستان خاورې ته په طالبانو پورې د اړوند اتو بېپیلوټه الوتکو د ننوتلو په ځواب کې شوي دي.
تارړ زیاته کړې چې پاکستان دغه بریدونه د خپل حاکمیت د حق د پلي کولو او د مشروع دفاع په موخه کړي دي.





