۸صبح، کابل: د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، پر کونړ او هلمند ولایتونو د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
مجاهد پنجشنبه د تلې پر ۹مه، ویلي چې د پاکستان جنګي الوتکو د کونړ د شلتن او چوګام ولسوالیو او د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ استوګنیزې سیمې په نښه کړې دي.
هغه زیاته کړې چې د وژل شویو او ټپیانو په منځ کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
تر اوسه پاکستاني چارواکو د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.





