• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۹ تله ۱۴۰۵ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

موسيقي د طالبانو لپاره روا او د خلکو لپاره ناروا ده

بهیر بهیر
۴ زمری/اسد ۱۴۰۳ - ۲۵ جولای ۲۰۲۴ [t_time:1721924683]
Taliban Ministry of Interior Affairs/X

Taliban Ministry of Interior Affairs/X

د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان په نړۍ کې یوازینۍ هېواد دی چې پر موسیقي او سندرې ویلو پکې بندیز لګیدلی دی. طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې یو شمېر کسان د موسیقي غږولو او سندرې ویلو په تور وهلي ډبولي او د موسیقۍ الې یې ور ماتې کړې دي. د طالبانو ویاند پر کابل د دې ډلې د ولکې له بیا ټينګېدو وروسته، په خپل  لومړني کنفرانس کې وویل چې موسیقي د اسلام له نظره حرامه ده او دوی هڅه کوي چې هنرمندان قانع کړي چې خپل مسلک بدل کړي.

طالبانو د خپلې لومړۍ واکمنۍ پرمهال هم پر موسیقۍ بندیز لګولی و او د لویو لارو او ښارونو په بېلابېلو برخو کې د برېښنا په ستنو پورې د ماتو شویو کسټونو د کولمو راځړېدل د طالبي حاکمیت نښه بلل کېده. خو د دې ډلې په تېره دوره کې یوازې پر موسیقي بندیز نه ولګېدلی، بلکې د ټلویزیون کتلو ته یې هم څوک نه پرېښودل او ټلویزیونه او ان ټيپونه به یې ماتول. خو په تېرو شلو کلونو کې په تبلیغاتي برخه کې له تصویري رسنیو او ویډیوګانو د دې ډلې کار اخیستو پر ټلویزیون د حرام بللو وهلی مهر لېری کړی دی، که څه هم د دې ډلې مشر ملا هبت الله چې یو له سخت دریځو ملایانو دی، د طالبانو له لوري د عکسونو او ویډیوګانو له کارولو سره موافق نه دی او ویډیو اخیستل او عکس اخیستل یې مطلق حرام بللي دي.

طالبان په تېرو شلو کلونو کې جګړې په تېره بیا ځانمرګي بریدونو ته د خپلو جنګیالیو د هڅونې لپاره په غیر مستقیمه توګه له موسیقۍ ګټه پورته کړې ده. که څه هم موسیقي د روح اراموونکې ده او ځينې یې د روح غذا ګڼي خو طالبانو ترې د روح د نا ارامه کولو او د خلکو د وژنې لپاره کار اخیستی دی. ښايي پر دې خبره حیران شئ چې دا څنګه شونې ده چې طالبانو دې له موسیقۍ د خپلې جګړې د تېزولو او پراخولو لپاره کار اخیستی وي. ځواب یې ساده دی، که چېرې تاسو د موسیقۍ په تېره بیا د پښتو موسیقۍ یو ښه اورېدونکی واوسئ، نو هرو مرو پوهېږئ چې د طالبانو ډېری ترانې د سندرو کمپوزونه دي، خو یوازې غږ د طالب ترانه ویونکو دی او موسیقي ترې لېرې شوې ده. دلته ښکاري چې طالبان موسیقي یوازې د خلکو لپاره حرامه ګڼي، نه د ځان لپاره، ځکه چې د دې ډلې ترانه ویونکي د سندرې په کمپوز کې د ترانې ویلو لپاره اړ دي، چې یوه سندره په ځلونو واوري څو یې کمپوز زده او راغلا کړي. کله چې د کمپوز د خاوند له اجازې پرته د هغه کمپوز را اخیستل کیږي او کاپي رایټ نه مراعت کیږي، دا کار غلا بللی شو.

له موسیقۍ نه د طالبانو غیر مستقیمې ګټې اخیستنې ځينې سندرغاړي هم پر دې خوښ کړي چې لږ ترلږه طالبان خو د دوی په کمپوزونو کې ترانې وایي. څه موده وړاندې د پښتو ژبې سندرغاړې مېرمن نغمې ادعا وکړه چې د طالبانو ډېرې ترانې د دې د سندرو له کمپوزونو جوړې دي. طالبانو د خپلو ترانو د ویلو لپاره یوازې له افغانۍ موسیقۍ ګټه نه ده پورته کړې ان د هندي سندرو ځينې کمپوزونه یې هم د خپلو ترانو لپاره کارولي دي. طالبان چې ظاهراً ځانونه د موسیقۍ خلاف ګڼي او وخت ناوخته د موسیقۍ الې ماتوي او پر هنرمندانو او موسیقي غږوونکو یې ځمکه سره تبۍ ګرځولې، د دې رسوایي له زیاتېدو وروسته، اعلان وکړ چې نور دې د دوی ترانه ویونکي د سندرو په سبک ترانې نه وایي او په دې تړاو یې په ننګرهار کې یو ترانه ویونکی څو ورځې بندي هم کړ. خو هنر ځکه هنر دی چې د هرچا کار نه دی او طالبان چې یوازې له ویجاړۍ او ورانۍ سره بلد دي، د ښکلا د پنځولو هنر خو نه لري چې لري، ان له کاپي کولو پرته د یوې عادي ترانې د جوړولو هم نه دي او د دې ډلې له خبرداري سره سره لاهم د طالبانو ترانه ویونکي د سندرغاړو په کمپوزونو کې ترانې وایي.

که څه دیني عالمان د اسلام له نظره د موسیقۍ د رواوالي او ناروالي په تړاو هم بېلابېل لید لوري لري. خو یوه خبره چې ټول پرې یوه خوله دي دا ده چې د موسیقۍ او سماع د نارواوالي په تړاو هېڅ صریح آیت او حدیت نشته. مشهور دیني عالم علامه قرضاوي وایي، د قرآن ډاګیزه نص او یا د اسلام د پیغمبر د صریح حدیث او یا د ثابتې او یقیني اجماع له پرېکړې پرته هېڅ تحریم د منلو وړ نه دی. نوموړی وایي: که نص یا اجماع وجود ونه لري یا داچې صریح نص( ایتونه او حدیث) وي خو صحیح نه وي، یا صحیح نص وي، خو د موضوع په تړاو صریح نه وي، نو دا د یوې چارې پر حراموالي دلالت نه شي کولای او په رواوالي یې اغېز کوي او حکم د عفوې په عمومي دایره کې د روا په بڼه پاتې کیږي. که لږ وړاندې ولاړ شو امام غزالي د موسیقۍ په تړاو وايي:« موسیقي د زړه د ناروغیو درمل ده او زړه له ناروغیو، ستړیاوو او نا آرامیو ژغوري نو ځکه مباح ده.» ښایي په طالبانو کې دننه هم د موسیقۍ په تړاو بېلابېل لید لوري وي، خو دا چې د دې ډلې مشران سخت دریځي او بیا د تېر نسل دي، د موسیقۍ مخالف نظر پکې غالب دی. محمد حسن حقیار چې اوسمهال د دې ډلې د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال د مطبوعاتو عمومي رییس دی، د  جمهوریت پرمهال «موسیقي په اسلام کې کتاب ولیکه چې وروسته یې د طالبانو د ګواښونو له امله د خپاره شوي کتاب راټولولو ته اړ شو. نوموړي په دغه کتاب کې موسیقي مباح بللې وه.

زموږ بحث پر دې نه دی چې موسیقي د اسلام له نظره څه حکم لري، ځکه پر دې موضوع ډېر بحثونه شوي او دا اوږد بحث دی چې د دې لیکنې په اډانه کې نه شي راټولېدای. اصلي بحث دا دی چې طالبان څنګه یو څه د ځان لپاره روا او د نورو لپاره ناروا ګرځوي. په دې برخه کې د مالیې په تړاو د طالبانو نظر ته په کتو دا انګېرلای شو چې د طالبانو اسلام دوه ډوله دی یو د دې ډلې لپاره او بل د خلکو لپاره. د بېلګې په توګه په اسلام کې د مالیې مسألې ته اشاره کوو چې د جمهوریت پرمهال یې د طالبانو ډېری پلوي ملایانو د مالیې د اخیستو له امله جمهوري نظام غیر اسلامي باله او ویل یې چې په اسلام کې مالیه نشته. د طالبانو یوه ملا عبدالحمید حماسي  چې د دې ډلې یو له مشهورو ملایانو دی، هغه مهال یوه ورځ په خپلې وینا کې د وخت ولسمشر اشرف غني ته په  خطاب کې کې وویل چې که ريښتیا نظام اسلامي کوې، مالیه له منځه یوسه. خو اوس هماغه ملا حماسي پر ډېرو وړو مسایلو غږېږي خو د طالبانو له لوري د مالیې اخیستو په تړاو چې اوس تر پخوا ډېره او ملا ماتوونکې ده، سوڼ هم نه کوي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

طالبانو په غزني کې څلور زلمیان د موسیقۍ اورېدو له کبله ونیول
خبرونه

طالبانو په غزني کې څلور زلمیان د موسیقۍ اورېدو له کبله ونیول

۳ ليندۍ/قوس ۱۴۰۳ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۴ [t_time:1732358011]
خبرونه

طالبانو په تخار کې پنځه کسان د موسیقۍ غږولو په تور نیولي

۲۱ تله/میزان ۱۴۰۳ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۴ [t_time:1728753462]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د افغان کډوالو د اېستلو دوام؛ پرون نږدې ۱۰۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.