۸صبح، تخار: د تخار طالب سیمهییز مسوولان وایي چې په دغه ولایت کې یې پنځه کسان د موسیقۍ غږولو په تور نیولي دي.
د تخار ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند مبين صافي شنبه د تلې پر ٢١مه ویلي چې دا کسان د تخار چاهاب ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي دي.
د صافي په وينا، دا کسان په داسې حال کې نيول شوي چې په یوه استوګنیز کور کې يې موسيقي غږوله.
نوموړي طالب مسوول ویلي چې د دې کسانو پر ضد جنايي دوسيه ثبت شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا يوه اوونۍ مخکې طالبانو په کاپيسا کې د موسیقۍ اورېدو په تور د څلورو کسانو سرونه خرېیلي وو.
پر افغانستان واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغې ډلې د موسیقۍ اورېدل او غږول حرام اعلان کړي او عاملان یې نیسي او شکنجه کوي.





