• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د وتلي سياستوال عثمان کاکړ مرموزه وژنه او غبرګونونه

محمد عزيز پردېس

محمد عزيز پردېس محمد عزيز پردېس
۳ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۰ - ۲۴ جون ۲۰۲۱ [t_time:1624521054]

وتلی پښتون سياستوال او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښ غړی عثمان کاکړ د روان کال د غبرګولي مياشتې په ۲۸مه د جمعې په ورځ سخت ټپي شو او د ژورو ټپونو له امله يې د کراچۍ اغاخان روغتون کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د نوموړي د ټپي کېدو په اړه ضد او نقيض ادعاوې کېږي. په لومړيو کې داسې راپورونه خپاره شول چې ګواکې نوموړی په خپل کور کې د غورځېدو له امله سر يې دېوال سره لګېدلی ؤ او شديده ضربه يې ليدلې وه. خو د عثمان کاکړ د کورنۍ غړي، نږدې کسان يې او د پښتونخوا فعالين بيا وايي چې نوموړی د پاکستان اسختباراتو له لورې په قصدي ډول ټپي شوی او همدغه ټپي کېدل يې د مړينې لامل وګرځېد.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي محس داوړ د عثمان کاکړ له مړينې وروسته په خپل ټوېټر وليکل، داسې ښکاري چې هغه قتل شوی دی. داوړ زياته کړې وه چې «د عثمان کاکړ ورور منان کاکړ سره په اړيکه کې وم او ډاکټرانو سره مې هم خبرې وشوې، د هغوی د څرګندونو مطابق د عثمان کاکړ په سر کې ژور ټپ د پرېوتو له امله نه، بلکې ښه کلک برید پرې شوی او داسې ښکاري چې هغه قتل شوی. مونږ د عثمان لالا له کورنۍ سره ولاړ یؤ او د پېښې د پوره پلټنې غوښتنه کوو».

ويل کېږي چې عثمان کاکړ له خپلې مړينې څه موده مخکې په خپلو څرګندونو کې ويلي ؤ چې د پاکستان استخبارات دې د افغانستان په مسائلو کې لاسوهنه ودروي. نوموړي همداراز دا هم ويلي ؤ چې که پر ده يا هم د کورنيو غړو باندې يې څه وشي، نو مسؤليت يې د پاکستان استخباراتو په غاړه دی.

د کاکړ مرموزې مړينې د افغانستان او پښتونخوا په شمول د نړۍ په مختلفو سيمو کې ګڼ غبرګونونه راوپارول.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، مخکیني ولسمشر حامد کرزي، د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب، د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر او د سرحدونو او قبايلو چارو وزير محب الله صميم په ګډون ګڼو افغان چارواکو او سياستوالو د عثمان کاکړ مړينه ستره ضايعه وبلله او له نوموړي څخه يې د افغانانو او په ځانګړي ډول د پښتنو د رسا غږ په توګه يادونه وکړه.

ولسمشر غني په يوه پيغام کې عثمان خان کاکړ د هر ډول تشدد، ظلم او جبر پر وړاندې د خپلو ولسونو او په ځانګړي ډول د مظلومو او محکومو خلکو رسا غږ وبله او دا يې د ټولو پښتنو لپاره ستره ضايعه وبلله.

د ملي امنيت شورا سلاکار حمد الله محب وويل: که څه هم د عثمان کاکړ تشه به ډکه نه شي، مګر د هغوی د ارمانونو او هيلو لاره به هېڅکله تشه نه شي.

تېره ورځ ناوخته د افغانستان ملي امنیت شورا اعلان وکړ، چې افغان دولت غوښتل د ملي امنیت شورا یو پلاوی د عثمان کاکړ جنازې ته واستوي خو د پاکستان حکومت یې مخه نېولې ده.

د دغې شورا څخه په خبرپاڼه کې راغلي چې غوښتل یې په خپل استازيتوب د ملي امنيت د سلاکار مرستيال سرور احمدزی او د قبايلو چارو وزير محب الله صميم د عثمان کاکړ په جنازه کې د ګډون لپاره واستوي؛ خو پاکستان يې مخنيوی کړی دی.

د عثمان خان کاکړ جنازه پرون چهارشنبه د نوموړي پلرني ټاټوبي «مسلم باغ» کې د زرګونه کسانو په ګډون سره ترسره شوه.

د پلازمېنې کابل په شمول مختلفو ولايتونو کې هم د عامو خلکو له خوا د عثمان کاکړ غايبانه جنازې ترسره شوې .

عثمان کاکړ په ۱۹۶۱ کال کې د بلوچستان د کلا سیف الله په مسلم باغ کې دې نړۍ ته سترګې غړولې وې او د ۲۰۲۱ کال د جون په ۲۱مه نېټه ومړ.

هغه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او محمود خان اڅکزي تر مشرۍ لاندې د پښتنو لپاره سیاست کاوه او د پښتنو او افغانانو په اړه به يې غږ په ډاګه پورته کاوه.

کاکړ د پاکستان د سنا مجلس غړی پاتې شوی ؤ، د خپل ګوند تر څنګ د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی هم ؤ، مدني فعالیت یې هم کاوه او د پښتنو د حقونو لپاره يې هلې ځلې کولې.

کاکړ په ۱۹۸۷ کال کې د کوټې د لاء پوهنتون څخه د قانون په برخه کې د فراغت سند ترلاسه کړ او د پوهنتون له وخته يې سیاست ته مخه کړې وه. په ۱۹۹۶ کال کې هغه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سره یو ځای شو او په ۲۰۱۵ کال کې بیا د پاکستان د سنا مجلس غړی شو.

عثمان کاکړ څو ورځې وړاندې په یوه مرموزه پېښه کې سخت ټپي شو، چې بیا وروسته د کراچۍ اغاخان روغتون ته ولېږدول شو او هلته يې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

په ایران کې نهه افغانان په یوې ترافیکي پېښه کې مړه شوي
خبرونه

په ایران کې نهه افغانان په یوې ترافیکي پېښه کې مړه شوي

۲۹ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792598305]
ملګري ملتونه: په افغانستان کې د نشه‌یي توکو د کارونې د اختلالونو د درملنې لپاره ۵۵۱ روغتیايي کارکوونکي روزل شوي
خبرونه

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د نشه‌یي توکو د کارونې د اختلالونو د درملنې لپاره ۵۵۱ روغتیايي کارکوونکي روزل شوي

۲۹ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792597961]
د کډوالۍ نړیوال سازمان: په ننګرهار او هرات کې ۴۱۶ کورنۍ د سرپناه د ښه‌والي په موخه مرستې ترلاسه کوي
خبرونه

د کډوالۍ نړیوال سازمان: په ننګرهار او هرات کې ۴۱۶ کورنۍ د سرپناه د ښه‌والي په موخه مرستې ترلاسه کوي

۲۹ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792594606]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبانو او قرغیزستان د مستقیمې سوداګریزې لارې پر رامنځته کولو خبرې وکړې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.