مرموزې وژنې؛ په کونړ ولایت کې څلور تنه ووژل شول

۸صبح، کونړ: په کونړ ولایت کې ځایي سرچینې په دې ولایت کې د یوې دیني مدرسې د دوو ښوونکو په ګډون د څلورو تنو د وژل کېدو خبر ورکوي.
په کونړ کې یوه معتبره سرچینه د نوم نه اخیستو په شرط ۸صبح ورځپاڼې ته وايي چې ددغو څلورو تنو مړي د جمعې په ماښام د لړم په شلمه د دې ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ اړوندو سیمو څخه موندل شوي دي.
د سرچینې په وینا، دا کسان د شکنجې له امله وژل شوي او پر مړو یې د وهلو ټکولو نښې ليدل کېږي.
تراوسه روښانه نه ده چې دا څلور تنه په کوم لامل او د چا له خوا وژل شوي دي.
په کونړ کې طالبانو هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې دي چې په دې وروستیو کې په کونړ ولایت کې مرموزې وژنې زیاتې شوې دي؛ په وروستي مورد کې تېره اونۍ په دې ولایت کې د مخکیني حکومت د یوه پوځي مړی وموندل شو.