نبیل طالبان په سیمه کې د امریکا واګنر ډله وبلله

۸صبح، کابل: د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر د طالبانو له خوا د القاعدې د ځپلو په تړاو د امریکا د ولسمشر جوبایډن د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلې، چې د دوحې د تړون پټې ضمیمې په سیمه کې د امریکا د واګنر ډلې په توګه د طالبانو اصلي ماهیت روښانه کوي.
دا خبره د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل نن شنبه (د چنګاښ په ۱۰مه) په خپله ټویټر پاڼه لیکلې.
هغه ویلي:«د دوحې د تړون د پټو ضمیمو په افشا کولو سره، ولسمشر بایډن یو مهم راز افشاء کړ چې په دې سیمه کې د متحده ایالاتو د واګنر ډلې په توګه د طالبانو اصلي ماهیت روښانه کوي.»
په همدې حال کې د امریکا ولسمشر د جمعې په شپه (د چنګاښ په ۹ مه) په یوه خبري غونډه کې وویل چې د طالبانو په مرسته یې په افغانستان کې القاعده ځپلې ده.
هغه وویل:«تاسوته په یاد دي چې ما د افغانستان په اړه څه ویلي وو؟ ما ویلي و چې هلته القاعده نشته. ما ویلي و چې موږ به له طالبانو مرسته وغواړو. زه په سمه وم.»
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د جوبایډن د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د امریکا د ولسمشر دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څارنې د کمېټې وروستی راپور ردوي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څارنې کمېټې په خپل تازه راپور کې ویلي چې طالبانو له القاعده شبکې او پاکستاني طالبانو سره خپلې اړیکې لا ژورې کړې دي.
د دغه راپور له مخې، طالبانو د زیاتو ترهګرو ډلو فعالیتونو ته زمینه برابره کړې او د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان کې د ترهګرۍ خطر مخ په زیاتېدو دی.