د هېواد په بېلابېلو برخو کې د جګړې د لمنې له پراختیا سره په یو وخت، ځینې سرچینې په دوحه کې د سولې په خبرو کې د پرمختګ خبر ورکوي. سرچینې وايي چې طالبانو منلې پر اساسي مسایلو بحثونه پیل کړي. ټاکل شوې دواړه لوري د سیاسي مشارکت، اساسي قانون او اوربند په هکله سره خبرې وکړي. له بلې خوا د دولت د مرکچي پلاوي سرچینه دا هم وايي چې د طالبانو ډلې مرکچي پلاوی د سولې مذاکراتو ته د مسایلو د حل ددوهمې لارې په توګه ګوري له همدې امله په جدي توګه دا بهیر پرمخ نه بیایي. اخوا، طالبان هم تاییدوي چې د سولې مذاکرات اساسي بحثونو ته داخل شوي، خو دا ډله دولت د جګړې په خپرولو تورنوي او وايي چې دولت سولې ته جدي اراده نه لري. دا په داسې حال کې دي چې ولسمشر غني د ملي شورا په فوق العاده ناسته کې له طالبانو او د هغوی له ملاتړو وغوښتل چې له سولې یا جګړې یو غوره کړي. که څه هم دولت په ځلونو له طالبانو غوښتي چې پر اساسي مسایلو بحث پيل کړي، خو دغې ډلې تراوسه دا غوښتنه نه ده منلې. افغان دولت څه موده مخکې د ملي روغې جوړې د عالی شورا د رییس عبدالله عبدالله په مشرۍ یو پلاوی دوحې ته ولېږه چې پر اساسي مسایلو لکه سیاسي مشارکت، د منځګړي د ټاکلو او اوربند په اړه خبرې اترې وکړي، که څه هم دا خبرې د تړلو دروازو ترشا وشوې خو کومه مثبته پایله یې نه لرله او داسې ښکاري چې طالبانو د افغان دولت غوښتنو ته پام نه دی کړی. دواړو لوریو یوازې هوکړه کړې وه چې په جګړه کې بېخ بنسټونو ته زیان نه رسوي او روغتیايي کارکوونکو ته جازه ورکړي، ناروغانو ته خدمات وړاندې کړي. خو اوس په دوحه کې سرچینې وايي چې تازه طالبانو منلې پر اساسي مسایلو خبرې پيلوي.
د دولت د مرکچي پلاوي یوې سرچینې ۸صبح ته ویلي چې په اوسني وخت کې بحثونه روان دي او دواړو لوریو هوکړه کړې چې د اساسي مسایلو لکه سیاسي مشارکت، اساسي قانون او اوربند په هکله بحث وکړي. هغه زیاته کړې، دا هوکړه هم شوې چې د سولې مذاکرات ګړندي شي او پراساسي مسایلو بحثونه پيل شي.
خو د دولت د مرکچي پلاوي غړی پر طالبانو نیوکه کوي او وایي چې دغې ډلې د خبرو پر ځای تر ډېره جګړې ته پام کړی دی. هغه زیاتوي چې طالبانو تراوسه لږ انعطاف ښودلی او موخه یې دا وه چې هر څه د دوی په غوښتنه پرمخ ولاړ شي. خو د دولت مرکچي پلاوي تراوسه د خلکو له ارزښتونو دفاع کړې ده.
دغه سرچینه وايي چې د طالبانو د پلاوي غړي تر ډېره په شخصي کارونو بوخت دي او د سولې مذاکراتو ته د دوهم کار په سترګه ګوري او په منظم ډول د سولې په اړه له دولتي پلاوي سره خبرې اترې نه کوي. د هغه په وینا، په همدې لامل د سولې مذاکرات دومره اوږده شوي او کومه مثبته پایله یې هم تراوسه نه ده لرلې.
له دې سره په یو وخت د هېواد د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې ټاکل شوې په راتلونکو ورځو کې په دوحه کې د افغان سولې په اړه دوې مهمې ناستې وشي. د هغه په خبره، په دغو ناستو کې به د سمیې او نړۍ د هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي ګډون وکړي. محمد حنیف اتمر د زمري په ۱۲مه نېټه د یو شمېر هېوادونو له استازو سره په کتنه کې ویلي چې طالبانو خپل بریدونه زیات کړي او په زرګونه ملکي خلک وژل شوي دي. د هغه په وینا نړیوال باید د جګړې د درېدو او له طالبانو سره د سیاسي هوکړې په اړه خپل لیدلوري بیان کړي.
له بلې خوا طالبان دولت د جګړې په پراختیا تورنوي او وايي چې دولت د سولې لپاره اراده نه لري. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ۸صبح ته ویلي چې د دواړو لوریو مرکچي پلاوي په مسلسل ډول خبرې اترې کوي او په وروستیو ورځو کې پر اساسي مسایلو بحثونه پيل شوي دي. هغه د اوربند په هکله ویلي چې د دوحې د هوکړې له مخې د نوي نظام پر سر له موافقې وروسته په دې اړه خبرې کېږي. د طالبانو ویاند د ولسمشر غني پر وروستي دریځ نیوکه وکړه او وې ویل مقابل لوري (دولت) د جګړې اعلان کړی او په وروستیو ورځو کې یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې هوايي بریدونه زیات کړي دي.
دا په داسې حال کې دي چې ولسمشر د ملي شورا په فوق العاده ناسته کې طالبانو ته خبرداری ورکړ، که سوله ونه کړي د امنیتي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخامخ کېږي. هغه وايي چې عملیاتي پلان یې برابر کړی او د عملي کېدو په حال کې دی.
طالبان په داسې حال کې دولت، د جګړې په دوام تورنوي چې د حکومت په وینا دغې ډلې له هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر له پيله بریدونه زیات کړي دي. یوناما او د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم ویلي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو له پیل راهیسې د طالبانو بریدونه زیات شوي دي او یوازې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یو زر او ۶۰۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.






