۸صبح، کابل: له افغان رسنیو د ملاتړ بنسټ «نی» چې اوسمهال په تبعید کې فعالیت کوي، ویلي چې په افغانستان کې شاوخوا پنځه زره پخواني رسنیز کارکوونکي او خبریالان له بېکارۍ کړېږي.
نوموړي بنسټ چهارشنبه د زمري پر ۲۱مه په خپرې کړې خبرپاڼې کې لیکلي چې د دغو کسانو ځينو یې نورو دندو ته مخه کړې او یو شمېر نور په کورونو کې له روحي او رواني فشارونو سره مخ دي.
د نی په خبره، هغه رسنۍ او بنسټونه چې هغوی پکې کار کاوه، په تړل کېدو سره یې د رسنیزو کارکوونکو د بېکارۍ مهم لامل دی.
دغه بنسټ زیاته کړې چې ځينې نور د رسنیو د عاید کمېدو او ځينې ښځينه کارکوونکې د جنسیت له کبله وزګارې شوې دي.
د خبرپاڼې په حواله، رسنۍ د طالبانو له اجازې پرته څه نه شي خپرولی او د خبرونو د خپرولو پر څرنګوالی یې محدودیتونه لګولي دي.
نی زیاته کړې چې طالبان په معتبرو رسنیو کې مستقیم حضور لري او په نورو کې د رسنیو له مدیرانو سره په اړیکه کې دي او له دې لارې یې پر فعالیت څار کوي.
دغه بنسټ ویلي چې د جمهوریت پر مهال فعالې رسنۍ چې شمېر یې شاوخوا ۵۰۰ ته رسېده، نږدې ۶۰ سلنه یې له فعالیته پاتې دي. سربېره پر دې، د طالبانو له خوا د خصوصي رسنیو په نوم یو شمېر نورې رسنۍ هم جوړې شوې دي.





