نوروز چې مانا یې نوې ورځ ده، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې په ځانګړو دودونو سره نمانځل کېږي. د غزني اوسېدونکي هم هر کال د خپلو دودونو او رواجونو سره سم د دې ورځې هرکلی کوي. سمنک پخول، د هفت مېوې تیارول، د مشرانو پوښتنه، د کوژدنې کور ته سوغات وړل، زیارتونو او مېله ځایونو ته تلل، د سخي جهنډې پورته کول او سپورټي لوبې کول بیا په غزني کې د نوروز نمانځلو دودونه ګڼل کېږي.
د غزني یو شمېر اوسېدونکي وايي چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته، په دغه ولایت کې د نوروز نمانځل پيکه شوي او دې ډلې له تقویم څخه د نوي کال د لومړۍ ورځې رخصتي لرې کړې ده. د غزني ځينو اوسېدونکو له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې ویلي چې د طالبانو له فشارونو سربېره هم دا کلتوري جشن او لرغونی دود ژوندی ساتي. هغوی ټينګار کوي چې د تاریخ په اوږدو کې د دې لرغوني جشن نمانځل له ګڼو ننګونو سره مخ و؛ خو د خلکو له کلتوري مقاومت سره ژوندی پاتې شوی دی.
د غزني اوسېدونکي وايي چې د طالبانو له واکمنۍ وړاندې د دغه ولایت اوسېدونکي د سیمې د نورو هېوادونو وګړو په څېر مېله ځایونو ته تلل او نوروز یې په شانداره مراسمو نمانځه؛ خو په خبره یې، طالبانو بیا د دې ورځې نمانځلو په تړاو د افراطي پالیسو په پلي کولو سره له خلکو پخوانی شوق او ذوق تروړلی او د دغې ورځې د نمانځنې اجازه نه ورکوي.
د غزني یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې یاد شي، له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وايي چې په تېرو کلونو کې یې له نوروز لس ورځې وړاندې له ملګرو سره د دې ورځې نمانځنې په موخه پروګرامونه پلانول او له هغوی سره د بلخ مرکز مزار شریف ته په مېله ته. نوموړی وايي چې په تېرو دوو کلونو کې نه دی توانېدلی چې د پخوا په څېر نوروز ونمانځي. هغه وايي: «سږکال د مېلې لپاره کوم ځانګړی پلان نه لرو. لومړی، روژه ده. بله دا چې مېلې ته تګ پیسې غواړي او بل شرایط داسې دي چې د نوروز پر نمانځلو بندیز لګېدلی دی.» د یاد ولایت د اوسېدونکي په خبره، پروسږکال د سخي مېلهځای ته د تګ په لاره یې دی او ملګري طالبانو درولي او یاد ځای ته یې د تګ اجازه نه ده ورکړې. نوموړی وايي: «پروسږکال هم ونه شو چې سخي صاحب[د نوروز ځانګړی مېلهځای] ته لاړ شو. طالبانو له سیمې ټول خلک وشړل او چاته اجازه ورنه کړل شوه چې مېله وکړي.»
د کوژدنې کور ته نوروزي سوغات یو بل دود چې په غزني کې یې خلک پالي. کوژده کړي نارینه په نوروز کې نوې جامې پېري او ماهي او جلبي د خسر کورته وړي. دا دود د غزني په ګډون د هېواد په ډېرو نورو سیمو کې هم شته.
احمدالله د غزني ښار اوسېدونکی دی. نوموړی له نوروز یوه ورځ وړاندې د جلبیو یو پلورنځي ته راغلی. هغه وايي: «ښه، زموږ په خلکو کې دا یو دود دی چې په نوروز کې کوژدنې ته سوغات یوسو. دا مې د کوژدې لومړی کال دی. جلبي او ماهیان او ځينو نور شیان اخلم او نن یې له خیره لېږو.»
د افغانستان د ځينو سیمو په څېر په غزني کې هم د هفت میوې تیارول یو دود دی. د دغه ولایت ډېرو اوسېدونکو دا دود ژوندی ساتلی او په نوروز کې هفت میوه تیاروي او د خپلو میلمنو هرکلی پرې کوي.
د غزني اوسېدونکي وايي چې بادام، تور ممیز، سره ممیز، شنه ممیز، سنځلې او غولینګ له نوروزه دوه ورځې وړاندې تیاروي او خپل نوروزي دسترخوانونه پرې سینګاروي.
د طالبانو له واکمنېدو وړاندې، په غزني کې د جهنډه بالا مراسم په دوو سیمو کې کېدل. د جهنډه بالا دولتي مراسم د غزني د زاړه ښار په طاق شاه جومات کې او سخي جهنډه بالا مراسم بیا د غزني ښار په څنډه کې د خلکو او د طریقت مرشدانو له خوا ترسره کېدل؛ خو طالبانو بیا پر دغو مراسمو بندیز لګولی دی.
د یادونې ده چې نوروز د ملګرو ملتونو په علمي – کلتوري سازمان(یونسکو) کې د یو کلتوري میراث په توګه ثبت شوی او له دې ورځې د نوروز حوزې په هېوادونه کې نمانځنه کېږي.
پر دې سربېره، هر کال د امریکا د ولسمشر په ګډون د نورو لویدیځو هېوادونو ولسمشران او لومړي وزیران د نوروز تمدني حوزې هېوادونو په ځانګړي ډول د افغانستان، ایران او تاجکستان اوسېدونکو ته د دې ورځې مبارکي وايي.