په راتلو در سره ډېرې خوښۍ راوړه
پر خوشحال خټک دې قدر دی نوروزه
نوروز د میلیونونو کسانو لپاره د کال لومړۍ ورځ ده، زموږ هیواد کې هم د هجري شمسي کال پيل له همدې ورځې څخه کېږي. د دولت په کچه رسمي د حساب و کتاب کال همدغه هجري شمسي کال دی. دا چې په دولتي کچه ورته ډېره پاملرنه کېږي، نو ټول ملت هم د خپل کارورباري حساب د میاشتو او ورځو تاریخونه ټول پر همدغه کال کوي.
نوروز په رښتیا هم یو نوی پيغام او نوی زماني پړاو راوړي. خلکو ته د نوي ژوند پيغام لري، د کار او زیار وخت ورته په ګوته کوي چې نور د سړې هوا وخت تېر او بالکل معتدل موسم راغلی دی، واورې ویلې شوې، لارې خلاصې شوې، سم او غر ټول لوڅ شوي. نو هر څوک چې د یخ له امله لاس تر زنې ناست وي، هغوی باید د کار لپاره ځانونه چمتو کړي. د ځمکې مخ په ښایسته وښو داسې پوښل شوی وي، لکه زرغون رنګه پرشونه چې هوار شوي وي، ګلان غوړېدلي، ونې را ويښې شوې وي، څارویو بچي راوړي وي، د نویو نیالیګو د ايښودلو بالکل مناسب وخت وي، مرغان له خپلو ځالګیو راوتلي او نوې تازه نغمې غږوي او هرې خوا ته شور و زوږ وي.
خاونده بیا دې پسرلی کړو
ما ته رخصت راکړه چې خپل وطن ته ځمه
نوروز د ژوند یو بل پسرلی دی، هر څوک تر دې وروسته د لا ښه ژوند په موخه خپلې هلې ځلې ډېروي، د یوه بدلون لپاره کار کوي، دعاوې کوي چې الله تعالی يې دغه کال نېکمرغه، د خوشالۍ او هستۍ کال کړي. د همدې ورځې لپاره نوي خواړه پخېږي، سمنک او هفت مېوه د همدې ورځې ځانګړي خواړه دي چې ورته تیارېږي. شاعران د نوروز لپاره شعرونه وايي، د نوروز راتګ په هر څه کې د یوه نوي ژوند ساه پوکي، د ونو ګلان غوړېږي، له همدې سره ګڼو ولایتونو کې مشاعرې جوړېږي، لکه بادام ګل، انځر ګل، نارنج ګل او داسې نورې. ګڼو شاعرانو ورته شعرونه لیکلي دي، لکه د لیکوال او شاعر غفور لېوال دغه شعر:
له بامي بلخه را پاڅه! د نوروز د بهار باده!
پسرلي د عشق را جوړ کړه! له زاړه أم البلاده
د هېلمند مسته څپه شه! پر لرغوني سیستان واوړه!
د کابل ارغوان ښکل کړه! د باګرام هوا کړه ښاده!
د پښتنو په خورا ډېرو سیمو کې دغه ورځ په خوښیو او مېلو لمانځل کېږي. یو شمېر خلکو به اوږده واټونونه وهل، په مزار شریف به حضرت علي کرم الله وجهه ته منسوبې روضې ته ورتلو چې هلته د جنډې پورته کولو ننداره وکړي او د هغه ځای کې کېدونکو جشنونو کې ګډونوال شي.
نوروز د پښتنو په دوو حوزو کې جلا جلا رنګ لري، کوم پښتانه چې هیواد کې دننه اوسي، هغوی نوروز ته خوشاله وي، مېلې پکې کوي، خواړه ورته پخوي، یو د بل کره هفت مېوه او نور څه ور لېږي، مبارکۍ سره ور کوي، ځکه په خپل کلتور کې دا یوه د خوښۍ ورځ بولي او دوی نه غواړي چې له لمانځنې پرته ځنې تېره شي او له خپل پخواني کلتور سره يې اړیکې پيکه یا بالکل وشلېږي. دویمه حوزه هغه پښتانه دي چې زموږ د هیواد له اوسنۍ جغرافيې بهر په پاکستان کې اوسي، هلته د نوروز لمانځل ډېر پيکه دي، د کورنیو په کچه ښايي هلته هم یو شمېر کورنۍ هفت مېوه وخوري، سمنک پوخ کړي، کور کې یو بل ته مبارکي ور کړي او نوي کالي واغوندي، اما په اجتماعي توګه دغه کارونه هلته کم رنګه دي.
ښايي لامل يې دا وي چې دغه پښتانه په هغه سیمه کې بلوڅو او نورو غیر پښتني اقوامو ته نژدې وي، هغوی نوروز ته د خپل کلتور له مخې د یوې خوشالوونکې ورځې په سترګه نه ګوري، دا چې پر دې ګاونډيتوب سلګونه کلونه تېر شوي دي، نو د پښتنو پر کړو وړو يې هم اغېز کړی دی. که نه د دغې سیمې شاعرانو هم د نوروز لپاره شعرونه ویلي دي، خوشال خټک بابا د پښتنو په ادیبانو کې ډېر لوی حیثیت لري، هغه د شعر په ژبه نوروز ته وايي:
په راتلو در سره ډېرې خوښۍ راوړه
پر خوشحال خټک دې قدر دی نوروزه
رحمان بابا وايي:
بلبلان پسې نعرې وهي رحمانه!
د بهار ګلونه نوي دي که نه دي؟
خوشال بابا بل ځای وايي:
د نوروز منت په باغ دی په صحرا هم
نوراني يې شي له فیضه هغه، دا هم
بل خوا په هیواد کې دننه پښتانه دي، هغوی دا ورځ لمانځي، که په ډېرو لرو پرتو سیمو کې دا ورځ په مېلو نه لمانځل کېږي، اما حساب ورته کوي، دې ورځو کې د سمنک پخېدل کلیوالو کې هم رواج لري، کلیوال خلک به د مزار شریف مېلې ته تلو. د دې وجه دا ده چې دغه کلتوري اړخ زموږ له نورو ورڼو قومونو سره مشترک دی، نوروز له ډېرې پخوا زمانې څخه د همدغې سیمې ولسونو ته د اختر یوه ورځ وه، د اسلام له راتلو سره یو لور ته کال کې دوه اخترونه د دې ورځې د بدیل په توګه را پيدا شول چې د دې پر تجلیل يې حتمي تاثیر وکړ او بل خوا ځینو مذهبي کړیو هڅه کړې ده او تر اوسه هم کېږي چې د مذهب په کوتک يې ووهي او پر خلکو د خوشالۍ دغه ملي کلتوري ورځ ودروي، خوشالۍ يې وتروړي، اما ولسونه په دومره اساني هم له خپل کلتور او کلتوري ارزښتونو څخه نه پر شا کېږي، د مذهبۍ کړیو له دومره فشار او سختو ګواښونو سره سره، دغه ورځ تر اوسه د هیواد په بېلابېلو سیمو کې په ښه جم و جوش سره لمانځل کېږي. ان هغه هیوادوال يې هم لمانځي چې د هیواد ناامنه حالاتو د خپلې خاروې پرېښودلو ته مجبور کړل، خو خپل کلتوري ارزښتونه په هر ځای کې ساتي، ورته درناوی لري او تجلیل يې کوي.
نوروز یوازې زموږ تر هیواد پوري محدود نه دی، دغه ورځ د ډېرو نورو ملتونو لپاره هم د اختر ورځ ده، په خاص ډول ایرانیان يې له ډېر پخوا څخه لمانځي، ان د زردشت له زمانې دوی دا ورځ د اختر په ډول لمانځله او هماغه ملي دود يې تر اوسه ژوندی ساتلی دی. له دوی ماسیوا په نورو هیوادونو کې هم لمانځل کېږي، حتا په سلګونو میلیونه کسان همدغه ورځ تجلیل کوي.
دا یو ډېر مهم او مثبت ټکی دی، په دغه ډول کلتوري مشترکاتو د ولسونو ترمنځ مینه زیاتېږي، یو بل ته نژدې کېږي، یو له بل څخه رنګ اخلي، د یوه او بل د کلتور فهمولو کې ور سره مرسته کوي. زموږ هیوادوال خوشبخته دي چې د خپل کلتور دغه ورځ يې لا ژوندۍ ساتلې ده، خپل ګډ کلتور او کلتوري ارزښت په توګه يې لا هم لمانځي او نوي نسل ته يې اهميت ور پېژني.
د پښتنو په منځ کې د دغې ورځې تجلیل له دوو اړخونو کوتکونه خوړلي دي، یو لور ته مذهبي قِشر دی چې د دین له اړخه يې د حرمت فتواوې ور کوي، ان که په دې ورځ يې چا ته ډالۍ ور کړه، یا يې مبارکي ور کړه، د هغه کس د کفر فتوا ایستل شوې ده او دا فتوا نوې نه ده، بلکې د حنفي مذهب په معتبرو کتابونو کې له پخوا څخه نقل شوې ده. دویم اړخ له پښتنو سره د ځینو داسې قومونو ګاونډیتوب دی چې خپل کلتور کې دغه ورځ نه لري، د هغوی همسایه توب پر پښتنو هم تاثیر وکړ او په ګڼو سیمو کې د دې ورځې لمانځل له پښتنو څخه پاته شول.
هغه پښتانه چې د دې ورځې تجلیل ور څخه هېر شوی دی، دا پيغام لرو چې بېرته د نوروز لمانځلو ته مخه کړي، له سلګونو میلیونو کسانو سره دا ګډ کلتور دې ژوندی وساتي، له خپلې ماضي سره دې اړیکې نه شکوي، د خپل کلتور هر لرغونی ارزښت دې د پردي کلتور په نوي کوتک سره نه وهي او نه دې هره نوې پديده تر لرغونې هغې ښه بولي. که له خپلې ماضي سره همداسې بې تفاوته پاته شول، نو ښايي یوه ورځ له خپل هویت او تاریخ څخه دومره پردي شي، چې د خپل تېر تاریخ هر څه ورته پردي معلوم شي او په یادولو يې د هغوی زړونو او ذهنونو کې هيڅ ډول هیجان، جوش، ولولې، احساسات او جذبې را پيدا نه کړي.
نوروز ته د یوه پښتون شاعر سعود بنګښ خطاب:
ستړی مه شې توغندیو کې نوروزه!
خدای دې راوله مرمیو کې نوروزه!
خوځښتونه نڅاګانې کړه را جوړې
د ربابو په ځونډیو کې نوروزه!
بلبلان ځان سره راوړه ګلستان شه!
د باردو په لوګیو کې نوروزه!
دا پېریان او دا دېوان له منځه یوسه!
په ګودر د ښاپېریو کې نوروزه!
بیا سر شار مست خمارونه را ژوندي کړه
د تیراه بنګو پټیو کې نوروزه!
د بمونو پر ځای کېږده سره ګلونه
د خوشحال ابدال پګړیو کې نوروزه!