• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲ تله ۱۴۰۵ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د نوروز له نمانځنې سره د طالبانو دوښمني؛ د هرات اوسېدونکي: پر کور د پاتېدا پر سزا محکوم شوي یو

۸صبح، هرات ۸صبح، هرات
۱ وری/حمل ۱۴۰۳ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۴ [t_time:1710896846]
Mohsin Karimi / AFP

Mohsin Karimi / AFP

په هرات کې د نوروز نمانځل ډېره تاریخي مخینه لري. هراتیان له کلونو راهیسې نوروز او نوی کال نمانځي؛ خو اوس طالبانو د نوروز پر نمانځلو بندیز لګولی او د هېواد اوسېدونکي نه شي کولای د نوي پسرلي او زرغون موسم په پار له خپلو کورونو ووځي او د طبیعت په غېږ کې یې نمانځنه وکړي.

د هرات اوسېدونکي له طالبانو غواړي چې د ۱۴۰۳ کال نوروز کې اجازه ورکړي چې د دغې ورځې نمانځنه وکړي.

هرات په افغانستان کې د یو کلتوري او لرغوني ولایت په توګه پېژندل کېږي. د دغه ولایت اوسېدونکو بیا هر کال د نوروز نمانځنه تفریحي پارکونو ته په تګ او کلتوري او موسیقۍ پروګرامونو په جوړولو کوله. سږکال په دغه ولایت کې خاموشي ده او د نوروز نمانځلو پخوانۍ ولوله نه تر سترګو کېږي.

د طالبانو له خوا د نوروز پر نمانځلو له بندیز وروسته دا درېیم کال دی چې د هېواد اوسېدونکي په ځانګړي ډول د هرات اوسېدونکي نه شي کولای، هغسې چې پکار ده د نوروز نمانځنه وکړي. ډېری خلک وايي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د طبیعت له تازه والي نمانځنه «جرم» ګڼل کېږي او په خبره یې، د خوښ اوسېدو لپاره د پخوانیو دودونو د نمانځلو له حقه محروم دي. د هغوی په باور، طالبان له عصريتوب او د افغان ولس له پخوانیو کلتوري ارزښتونو سره د شخړې لار خپله کړې ده.

د هرات یو شمېر اوسېدونکي وايي چې طالبانو د نوي کال له نمانځلو محروم کړي دي. د هغوی په خبره، طالبانو پروسږکال هراتي کورنیو ته اجازه ورنه کړه چې نوروز ونمانځي او پارکونو ته له تګه یې راوګرځولې او په وینا یې، سږکال هم دا بندیزونه پرځای دي.

جلیل (مستعار نوم) د هرات اوسېدونکی دی. نوموړي نوروز په تېرو کلونو کې له خپلې کورنۍ سره له ښاره بهر نمانځه. هغه وايي چې د طالبانو له واکمنېدو روسته یې د نوروز جشن نمانځلو ازادي له لاسه ورکړې ده.

د هرات دا اوسېدونکی ۸صبح ورځپاڼې ته وايي: «هر کال له کورنۍ سره د کال په لومړۍ ورځ کُرخ ولسوالۍ یا دشت حوض او پروانه دښتې ته د مېلې لپاره ته تللو، هر څه مو له ځان سره وړل، پخلی او تفریح مو کوله، ځکه د هرات ښاري اوسېدونکو ته دا یو کلتور پاتی شوی چې د نوي کال په مناسبت له کورنیو سره د باندې تفریح ته لاړ شي.»

جلیل زیاتوي: «پروسږکال مو د شپې له خوا تیاری ونیو او ټول توکي مو تیار کړل چې سبا له خپلې کورنۍ سره کُرخ ولسوالۍ ته لاړ شو؛ خو چې سهار شو طالبانو اجازه رانه کړه او ویل چې د نوي کال نمانځل حرام دي، بېرته خپلو کورونو ته لاړ شئ. هر څه مو چې وویل ونه شو، بېرته کور ته راغلو او له همدې کبله سږکال هېڅ پروګرام نه لرو.»

که څه هم نوموړی د نوي لمریز کال نمانځلو لپاره کوم پروګرام نه لري؛ خو بیا هم له طالبانو غواړي چې خلکو اجازه ورکړي، څو په خبره یې، د خپلو کلتوري او تاریخي ارزښتونو نمانځنه وکړي.

د طالبانو محدودیتونه او د نوروز د نمانځلو حرام کول د دې لامل شوی چې د هرات او د هېواد نور اوسېدونکي د نوروز او د دغه لرغوني جشن له نمانځلو ډډه وکړي.

د هرات اوسېدونکې سمیه وايي چې د پسرلي په لومړۍ ورځ طالبانو په کور کې پاتېدا ته اړ کړې ده. د هغې په ​​خبره، طالبان د هر هغه څه مخنیوی کوي چې په وینا یې، د خلکو د خوښۍ لامل کېږي.

سمیه وايي: «طالب خلکو ته د خوښې په نوم څه نه دي پرېښي، هر هغه څه چې د خلکو د خوښۍ لامل کېږي، مخنیوی یې کوي، لکه د نوروز نمانځل چې څوک نه پرېږدي. له بده مرغه پروسږکال طالبانو اجازه رانه کړه چې په دې ورځ مېله وکړو او یو ځای ته چکر ووهو، پر هره لارې چې لاړو طالب مو مخنیوی وکړ، کورته راغلو او اوله ورځ مو په کور تېره کړه.»

دا هراتۍ مېرمن وايي: «طالبان د ښار په ټولو دروازو کې ولاړ و او چاته یې اجازه ورنه کړه چې له ښاره بهر تفریح ته لاړ شي. بېرته ښار ته راوګرځېدو، تفریحي پارکونه یې هم زموږ پر مخ وتړل او ویل یې چې د نوروز نمانځل د مجوسیانو پیروي ده او اوس اسلامي حکومت چاته داسې اجازه نه ورکوي. بېرته خپلو کورونو ته ستنې شئ او په نورو ورځو کې مېلې ته لاړې شئ.»

په هرات کې طالبانو د ښار د دروازو په بندولو د دغه ښار اوسېدونکي د نوروز نمانځلو لپاره بهر ته د تګ مخه نیولې؛ خو یو شمېر ځوانان چې له نوروزه یوه ورځ مخکې د تفریح ​​لپاره له ښاره وتلي و، د طالبانو له ناوړه چلنده یې سر ټکاوه.

هغوی وايي چې طالبانو د دوی د راټولېدنې په ځایونو چپاو وروړی او له دغو ځوانانو څخه يې د کارونې وړ وسايل راټول او ضبط کړي و.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو روسته پر خلکو پراخ محدودیتونه لګول شوي او د هغو ورځو پر نمانځلو یې بندیز لګولی چې د خلکو ته خوښي وربښي.

د هېواد یو شمېر اوسېدونکي وايي، افغانستان یوازینی هېواد دی چې وګړي یې د نوي کال په لومړۍ ورځ د تفریح او مېلې کولو اجازه نه لري.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

په کانبرا کې د افغانستان په سفارت کې کې د نوروز د جشن او د کوچني اختر د نمانځلو مراسم ترسره شول
راپورونه

په کانبرا کې د افغانستان په سفارت کې کې د نوروز د جشن او د کوچني اختر د نمانځلو مراسم ترسره شول

۴ وری/حمل ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶ [t_time:1774339386]
په افغانستان کې د نوروز جشن د طالبانو د محدودیتونو تر سیوري لاندې پيکه شوی
خبرونه

په افغانستان کې د نوروز جشن د طالبانو د محدودیتونو تر سیوري لاندې پيکه شوی

۲ وری/حمل ۱۴۰۵ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۶ [t_time:1774160555]
اوچا: د هرات له زلزلې دوه کاله وروسته لا هم زرګونه کورنۍ بې کوره دي
خبرونه

اوچا: د هرات له زلزلې دوه کاله وروسته لا هم زرګونه کورنۍ بې کوره دي

۱۵ تله/میزان ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵ [t_time:1759860462]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په هامبورګ کې یو افغان خپله ښځه ووژله

    په هامبورګ کې یو افغان خپله ښځه ووژله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ځمکې د مالکیت پر سر شخړه؛ په کابل کې د طالبانو یوه جنګیالي دوه وروڼه ووژل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په لوګر کې یو قومي مشر په وسله‌وال برید کې ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.