د بلخ مرکز مزار شریف ښار اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت کې نوروزي دود و دستور د له منځه تللو په حال کې دي. هر کال زرګونه کسانو د مزار شریف په ښار کې د نوي کال جشن او ګلسرخ مېله نمانځله. درې کاله وړاندې د امنیتي ګواښونو او طالبانو ځانمرګو بریدونو سربېره، بیا هم زرګونه کسان د نوروز جشن نمانځلو په موخه بلخ ته تللي و؛ خو پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو روسته بیا په دغه ښار کې د خلکو پراخ حضور او نوروز نمانځلو درک نه لږېږي.
۱۴۰۳ لمریز کال درېیم پرلپسې کال دی چې په بلخ کې د نوروز جشن نه نمانځل کېږي. طالبانو په ۱۴۰۰ لمریز کال کې پر نوروز نمانځلو بندیز ولګاوه او خلک یې د دغه جشن له نمانځلو راګرځولي دي.
د مزار شریف ځيني اوسېدونکي وايي چې دمګړۍ د طالبانو تر واکمنۍ لاندې نوروزي دود او دستور مخ په ورکېدو دی. هغوی وايي چې له درېیو کالو راهیسې د طالبانو محدودیتونو له کبله توانېدلي نه دي چې نوی کال ونمانځي.
د مزار شریف ښار یوه اوسېدونکې زهرا وايي، درېیم کال دی چې له خلکو شور او ولوله اخیستل شوې او په خبره یې، هېڅوک هم د خوشاله اوسېدو حق نه لري.
نوموړې له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وویل چې د اقتصادي ستونزو، پر ښځو د طالبانو له خوا لګول شویو محدودیتونو او فردي او ټولییزې ازادۍ تروړلو له کبله یې د جامو تیارول، د کور پاکول او نوروز نمانځل له یاده وتلي دي.
زهرا زیاتوي: «د طالبانو له راتګ وړاندې موږ هر کال کله چې نوي کال ته ۱۵ ورځې پاتې کېدې، د نوروز نمانځلو لپاره مو تیاری نیوه. د کور پاکول، د جامو تیارول، سمنک پخول او هفت میوې تیارول هغه څه و چې موږ دې ورځې هرکلی پرې کاوه او دا زموږ د کلتور یوه برخه وه؛ خو درې کاله وشول چې دا کلتور هېر شوی دی.»
د بلخ دا اوسېدونکې وايي چې اوس یوازې د ارامښت په لټه دي. نوموړې زیاتوي: «تاسې باور وکړئ چې په تېرو دوو کلونو کې مو ټولې خوښې او د خوښۍ ورځو نمانځل هېر کړي دي او یوازینۍ اندېښنه مو دا ده چې په کوم ځای کې ارامښت ومومو او څنګه خپل ژوند جوړ کړو. همدا او بس.»
د بلخ د زرګونو نورو مېرمنو په څېر، مېرمن زهرا د نوروز په ورځو کې د خپلو تېرو خاطرو او مېلمه پالنې په اړه چې د بلخ خلک يې له امله ډېر مشهور دي، وايي: «هر کال مو د نوروز په ورځو کې میلمانه لرل. خپل خپلوان مو له بېلابېلو سیمو مزار شریف ته راتلل. په روضه کې د جهنډې له پورته کولو روسته د طبیعت نندارې لپاره دښتو او زرغونو سیمو ته تللو او عکسونه او ویډیوګانې مو کولې، هغه څه چې اوس یې په اړه فکر هم نه شو کولای. اوس د دې هېڅ یوې اجازه هم نه لرو. باور یې ګران دی، په مزار شریف کې روستۍ واورې ورېدونې پر مهال له خپلې خور او خپلوانو سره بهر لاړو او غوښتل مو څو یادګاري عکسونه واخلو، خو طالبان راورسېدل او مخنیوی یې وکړ، ان سپکاوی یې وکړ او تلولۍ کور ته راستنې شو.»
د طالبانو په نږدې درېیو کلونو واکمنۍ کې د بیکارۍ کچه د هرې ورځې په تېرېدو پورته ځي. د هېواد اوسېدونکو د طالبانو له محدودیتونو سربېره د کار نشتوالي او فقر زیاتوالي له کبله خپلې خوښۍ هېرې کړې دي او یوازینۍ هیله یې د یوې مړۍ ډوډۍ موندل او له لوږې د خپلو کورنیو ژغورل دي.
ثریا کاظمي د مزار شریف ښار یوه بله اوسېدونکی ده. نوموړې وايي چې د طالبانو له بیاځل واکمنېدو روسته نوروزي کلتور او دود مخ په ورکېدو دی.
هغه وايي: «د سږکال نوروز مزه نه شته، د خلکو اقتصاد ښه نه دی، کومو خلکو چې په پوره شوق د نوروز نمانځنه کوله، نن هڅه کوي چې خپلو اولادونو ته یوه مړۍ ډوډۍ پېدا کړي.»
مېرمن کاظمي زیاتوي: «په تېرو کلونو کې د نوروز یوه ښېګڼه د نوي ښوونیز کال پېل و چې زدهکوونکي په ځانګړي ډول نجونې یې په تمه وې؛ خو سږکال په هېواد کې میلیونونه نجونې له درس او زدهکړو محرومې دي او دا ناوړه تراژیدي ده چې یوه نجلۍ هم د نوروز لپاره خوشاله نه ده.»
د بلخ دا اوسېدونکې باروي ده چې د نوروز پر نمانځلو بندیز د هېواد پر کلتور نه جبرانېدونکی اغېز کړی او افغانستان د نړۍ په هېوادونو کې خپل کلتوري ځای له لاسه ورکړی دی.
د مزار شریف ښار یو بل اوسېدونکی جمشید احمدي وايي چې په دې ښار کې د نوروز نمانځلو هېڅ نښه نه تر سترګو کېږي او ان څوک یې نوم نه اخلي او یا یې د طالبانو له وېرې څوک نه یادوي.
د طالبانو له واکمنۍ وړاندې، هر کال په مزار شریف ښار کې د نوروز په جشن او ګل سرخ مېله کې د دولتي چارواکو په ګډون زرګونه کسانو ګډون کاوه. د نوروز جشن به څلوېښت ورځې دوام کاوه او خلکو به د تفریحي پروګرامونو په جوړولو او د محلي موسیقۍ په غږولو د نوي کال نمانځنه کوله.