په لرغوني یونان کې د ولسي مشورې لپاره (Agora) او په روم کې (Comitia Curiata) په نامه موسسې موجودې وې. له دغو موسسو د خبرو، تفاهم او مشورو لپاره ګټل اخیستل کېده.
په بشري ټولنه کې اختلافات تر ډېره د واک او تمامیت غوښتنې له کبله منځته راغلي دي؛ خو هغه حکومتونه چې د نورو خلکو ازادي تروړي، پخپله د کرکې په دېوالونو کې راګیر دي او د تعصب، لنډفکریو او وسپنیزو میلو شاته اوسېږي. د سویلي افریقا د تورپوستو او سپين پوستو ترمنځ د کرکې او تعصب له کبله، نېلسن منډېلا په زرهاوو ورځې په بند کې تېرې کړې. واکمن نظام (سپين پوستو) نوموړی په ۴۴ کلنۍ کې بندي او په ۷۱ کلنۍ کې ازاد کړ؛ خو بیا یې هم له سوله ییزې مبارزې او یووالي لاس وانخیست او د تورپوستو د حق پایمالولو پر ضد يې مبارزه وکړه. نوموړی چې کله په دې مبارزه کې بریالی کېږي، خپل مخالف ایف ډبلیو ډکلرک نه وژني، نه یې تبعیدوي او خپل دویم مرستیال يې ګوماري. له هغه ژمنه اخلي، چې سویلي افریقا به په ګډه رغوو. د نوموړي په وینا، مصالحه د لویو انسانانو ځانګړنه ده.
خو سوله ییزه مبارزه او وسله واله جګړه توپیر لري. په وسله واله مبارزه کې انساني مرګژوبله زیاته وي، بنسټونه پکې ورانېږي او عامه تاسیسات خاورې کېږي.
طالبانو چې په تېرو شلو کالو کې د جمهوري نظام پر ضد جګړه کوله، په دې جګړه کې په زرهاوو ملکیانو او نظامیانو ته مرګژوبله واوښته او دا نه یوازې بشري تاوتریخوالی بلل کېږي؛ بلکې د یوه هېواد د اوسېدونکو سوکالي هم ورسره اخیستل شوې ده.
په ټوله کې خبرې اترې د مخالفتونو د له منځه وړلو لپاره یوازینۍ او غوره نسخه ده. که څه هم د طالبانو په راتګ سره ظاهراً جګړه پای ته رسېدلې؛ خو په هېواد کې نور اړخونه عملاً د طالبانو له سرپرست حکومت سره اختلاف نظر لري؛ ځکه په وینا يې، چې طالبانو ټول واک ځانته کړی او نور قومونه په اوسني بهیر کې ځان نه شي لیدلی. دغه مخالف اړخ عملاً په ځينو ولایتونو کې د طالبانو پر ضد وسله راپورته کړې او وخت ناوخت د جګړې خبرونه له ولایتونو راځي.
اوس چې طالبان پر هېواد تر شل کلنې جګړې وروسته واکمن شوي دي؛ نو له ټولو اړخونو سره خبرې یوازینۍ نسخه ده، تر څو په هېواد کې دغه بحراني حالت ته د پای ټکی کېږدي. مذاکرات په هر وخت کې که پر یوې مطلوبې پایلې پای ته ونه رسېږي، لږ تر لږه خپلو نیمګړتیا او کمزورۍ ته مو ښه متوجه کولی شي. اوسني واکمنان که د نړۍ اورپکو ډلو یو جاج واخلي؛ نو مذاکراتو ته مخه کول به تر فشار، زور او ټینګار ښه وګڼي. موږ په اوسني وخت کې د سریلانکا تامیل پړانګانو اورپکو څخه ښه درس اخیستلی شو. د تامیل پړانګانو د «سینهالي» نشنلیزم پر ضد مبارزه د سریلانکا شمال او شمال ختیځو سیمو کې چې اکثراً تامیلیان پکې میشت و، پيل کړه. دا وسله واله جګړه د اویایمې لسیزې په پای کې شروع شوه او د ۱۹۸۳ کال کې وسله وال بریدونه یې د سریلانکا پوځ پر ضد پیل کړل او دغه جنګ ته يې «ایلام» نوم ورکړ. د تامیلیانو د خپلواکۍ په جګړه کې نژدې ۷۰ زره کسانو ژوند له لاسه ورکړ. د طالب او جمهوریت ترمنځ جګړو کې هم په تېرو شلو کالو کې په لسګونه زره کسان ووژل شو او په سلګونه زره کسان کډوال، بې کور او بې سرپناه شول. که څه هم تامیل پړانګان له څه باندې دېرش کالو جګړې وروسته وپرځېد او په ۲۰۰۹ کې يې مشر ووژل شو؛ خو عوامل یې دا و، چې له سریلانکايي حکومت سره د دوی په ځپلو کې مرسته وشوه. تامیل پړانګانو پر خبرو اترو باور نه لاره، یو ځل له سریلانکايي حکومت سره کېناستل؛ خو پایله يې ناکامه وه.
هر حکومت چې د زور له لارې واکمن شي یا د زور له لارې حکومتولي وکړي، یوه ورځ ټولنه د لاس زنځیرونه ماتوي او بیا نو «د ولس زور، د خدای په زور» اوړي. تر ټولو مهمه دا ده، چې د طالبانو سرپرست حکومت باید د نړۍ مذاکراتو پر مخینې یو نظر او د ناکامۍ پر پایلو يې هم فکر وکړي. اوس په هېواد کې د ښځو د حقونو د پایمالولو له مسالې ورهاخوا، د مقاومت جبهه هم د طالبانو سرپرست حکومت ته غاښ چیچي. له څلوېښتو کالو راهیسې هر سوال او ځواب د ښېکلو اړخونو ترمنځ په جګړه شوی دی، اوس باید خبرو ته لار هواره شي. د اوسلو ناستې او بیا په ایران کې ناستې یو نېک اقدام و، چې وشو. که واکمن بهیر ځان د ټرای جګړې فاتحین بولي؛ نو د آتن په شان یو ښار ورسره ویجاړېږي او ولسونه وژل کېږي. په کور دننه خبرو او تفاهم یوه ګټه دا هم ده، چې له داعش وسله والو سره مبارزه اسانه کېدای شي. داعش یو خطر دی. که خبرو ته شا وګرځول شي، نو یوه ډله حتماً د تامیل پړانګانو په برخلیک اخته کېږي. که له عمومي نارضایتۍ فرصت طلبي هېوادونه ګټه واخلي او د طالبانو سرپرست حکومت چې اوس اوس نه نړیوال مشروعیت لري او نه هم خواخوږي، نو لرې نه ده، لکه د تامیل پړانګانو د مشر پاراباکاران له وژل کېدو سره چې هغه ډله له منځه لاړه، ورته برخلیک ته ودرېږي.