رسنیو د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیترو کولبا له خولې لیکلي، چې د روسیې اټمي برید ځواکونو د تیارسي فرمان صادرېدا موخه د اوکراین پر مذاکراتي پلاوي د فشار راوړلو په مانا ده.
کولبا یکشنبه د فبرورۍ پر ۲۷ یو خبري کنفرانس ته وویل، د پوتین دا فرمان د دواړو خواوو د مذاکراتي پلاوو له چمتوالي سره سم صادر شوی دی.
نوموړي ټينګار کړی، چې اوکراین هېڅ ډول فشار نه مني او د اسانې کړنلارې له مخې به له روسي پلاوي سره مذاکره وکړي.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، اوکرایني چارواکي غواړي هغه څه واوري، چې روسی پلاوی یې وايي.
کولبا یادونه وکړه: «موږ خبرو اترو ته چمتو یو، چې له لارې يې پر خپل هېواد یرغل ته د پای ټکی کېږدو.»
نوموړي وویل، چې د روسي اټمي برید ځواکونو د تیارسي په تړاو د پوتین پرېکړه د اوکراین مخامخ ګواښنه ده.
هغه یادونه وکړه، چې دا لوېدیځو هېوادونو ته هم ساده پیغام لري.
د یادونې وړ ده، چې څو ساعته وړاندې ولادیمیر پوتین د روسیې اټمي برید ځواکونو ته د تیارسئ امر وکړ.
داسې راپورونه هم خپاره شوي، چې اوسمهال د دواړو خواوو پلاوو ترمنځ د بلاروس پر پوله مذاکرات پیل شوی دي.