د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو له خپل امریکايي سیال ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د کتنې لپاره واشنګټن ته روان شوی دی.
الجزیرې شبکې دوشنبه د جولای پر ۲۷مه، راپور ورکړی چې دا سفر د ټرمپ په بلنه ترسره کېږي او تمه ده چې دواړه مشران د «دواړو هېوادونو د اندېښنې وړ موضوعاتو» په اړه خبرې وکړي.
دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې نتانیاهو لا هم د د نړیوالې جزايي محکمې (ICC) د نیولو له حکم سره مخ دی.
نړیوالې جزايي محکمې د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې د غزې په جګړه کې د بشریت ضد جرمونو د ترسره کولو په تور د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د دغه هېواد د پخواني دفاع وزیر یوآو ګالانت د نیولو حکم صادر کړی و.





