د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف ویلي چې د متحده عرب اماراتو پلازمېنه ابوظبۍ د روسیې، امریکا او اوکرایین ترمنځ د درې اړخیزې ناستې لپاره د احتمالي ځای په توګه په پام کې نیول شوې ده.
ټاس خبري اژانس پنجشنبه د اکتوبر پر ۲۲مه راپور ورکړی چې پسکوف دا څرګندونې د مذاکراتو د احتمالي ځای په اړه د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې کړې دي.
پسکوف ویلي: «دمګړۍ خبره د ابوظبۍ کېږي.»
نوموړي د روسیې د مرکچي پلاوي له خوا د لیکلو اسنادو یا وړاندیزونو د چمتو کولو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې له نورو څرګندونو ډډه کړې او ویلي یې دي چې لا په دې اړه خبرې له وخت مخکې دي.
دا په داسې حال کې ده چې له ډيپلوماتیکو هڅو سربېره د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه روانه ده او دواړو غاړو د یو بل پر پوځي اهدافو او زیربناوو بریدونو ته دوام ورکړی دی.





