• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۲ تله ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

زه څوک یم؟

ذکیه یوسفي ذکیه یوسفي
۲۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791984327]
Pexels

Pexels

زه ذکیه یم؛ په افغانستان کې د بامیان ولایت د ورس ولسوالۍ. همالته زېږېدلې یم. پنځه کاله کېږي چې له مور سره د افغانستان په پلازمېنې کابل کې ژوند کوم. زما او د مور لګښتونه مې ماما ورکوي او موږ د هغه په کور کې ژوند کوو.

زه ګوښې نجلۍ یم. د شور ماشور او لویو ټولیو پرتله مې یوازیتوب خوښ دی؛ خو دا له انسانانو د بېزارۍ مانا نه لري. برعکس، خوښېږي مې له مثبت اندېشو کسانو سره کېنم او خبرې ورسره وکړم؛ هغوی چې خبرو ته ته مې غوږ ونیسي، ملاتړ راڅخه وکړي او بې له دې چې ترې وغواړم بې ځایه نصحیتونه راته ونه کړي.

تر ننه مې په ژوند کې هېڅ نږدې ملګرې نه ده لرلې. ښايي یو لامل یې دا وي چې د خلکو له ناسم چلنده ژر ستړې کېږم. له بې‌ځایه لاسوهنو، منفي خبرو، تورونو، دروغو او له پرتلې کولو کرکه لرم.

ځینې راته وايي: «ته ساده نجلۍ یې.» خو زه لا هم نه پوهېږم چې رښتیا هم ساده یم که نه. پر هغه څه چې د ځان په اړه پوهېږم، دا دي چې زه رښتینې نجلۍ یم. که ټول ژوند مې هم په خطر کې وي، بیا هم نه غواړم دروغ ووایم.

له ماشومانو سره د لویانو پرتله په اسانۍ اړیکه ټینګولی شم. ښايي لامل یې دا وي چې ماشومان ساده‌ او رښتیني وي او د نورو په اړه لږ قضاوت کوي. خو کله کله له ځانه پوښتم: تر کومه کولی شم له نورو سره مینه وکړم، خبرو ته یې غوږ ونیسم، ‌‌‌ډېره بښنه وکړم او د هغوی د بې‌احترامۍ پر وړاندې چوپه خوله پاتې شم؟

ډېرې منفي خبرې او بې‌ځایه نصیحتونه مې میاشتې میاشتې نه هېرېږي. کله کله یوه جمله چې ویونکي یې په ویلو کې یوازې څو ثانیې لګولې وي، په ذهن کې د ډېرو شپو او ورځو لپاره تکرارېږي او ځوروي مې.

ځینې شپې چې کله کتاب لولم، ناڅاپه مې زړه خپه شي او بې له دې چې لامل باندې یې پوه شم، له سترګو مې اوښکې روانې شي.

له شاوخوا خلکو سره ډېرې خبرې نه کوم؛ خو کله چې یوازې شم، له ځان سره غږېږم. ټولې هغه خبرې چې غوښتل مې له نورو سره یې شریکې کړم، خو ومې نه کړې، له ځان سره یې تکراروم. هغه خبرې چې باید په هماغه شېبه کې مې د خپل ځان د دفاع لپاره کړې وای، خو چوپه خوله پاتې شوم، بیا بیا مې په ذهن کې راګرځي.

ښايي همدغو ترخو تجربو، ناوړه ګټې اخیستنې، بې‌احترامۍ، بې‌پامۍ او تورونو ورو ورو پر یوې ګوښه‌ناستې نجلۍ بدله کړې اوسم. هر وار چې مې له چا سره د اړیکې ټینګولو هڅه کړې، داسې احساس مې کړی چې ځینې زما د رښتیني شخصیت پرتله زما بدن ته ډېر پام کوي. غواړم چې یو څوک خپله «ذکیه» وویني؛ فکرونه، خوبونه، احساسات او هغه خبرې چې په خپل زړه کې مې پټې ساتلې دي.

هر وار چې غواړم یو نوی مهارت زده کړم او خپله خوښه وڅارم، ځینو د هڅونې پر ځای راته ویلي: «ته یې نه شې کوای. دا ستا لپاره نه دي.»

خو زه لا هم دلته یم.

ژوندۍ یم، خو کله کله داسې احساس کوم لکه ژوند چې نه کوم. پلانونه لرم، ارمانونه لرم او په زړه کې مې ډېرې هیلې شته؛ خو هر وار چې غواړم د ترلاسه کولو لپاره یې یو ګام واخلم، د ستړیا او بې‌وسۍ احساس کوم.

له دې ټولو سره سره، لا هم هیله‌منه یم. لا هم د خپلې راتلونکې په اړه فکر کوم او لا مې هم په دننه کې داسې یوه نجلۍ ژوندۍ ده چې غواړي زده‌کړې وکړي، وده وکړي او خپلو ارمانونو ته ورسېږي.

ښايي لا مې ځان بشپړ نه وي پېژندلی.

ښايي لا هم د خپل اصلي شخصیت د موندلو په لټه اوسم.

خو پر یو څه پوهېږم: زه ذکیه یم؛ د حساس زړه لرونکې، لوی ارمانونه او داسې ټپونه لرم چې تر اوسه بشپړ نه دي رغېدلي. خو له ټولو ستونزو او سختیو سربېره هم هیله لرم چې یوه ورځ داسې ژوند جوړ کړم چې په رښتیا یې غواړم.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

پسکوف: د سولې پلاوي ته د روسیې د کنګل شوې شتمنې لېږد لا وروستی شوی نه دی
بهرني خبرونه

پسکوف: اروپا د اوکرایین جګړې د دوام هڅه کوي

۲۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791983982]
په غزني کې خلکو په خپل لګښت یو روغتیايي مرکز جوړ کړی
خبرونه

په غزني کې خلکو په خپل لګښت یو روغتیايي مرکز جوړ کړی

۲۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791983744]
یونیسف: هغه وخت رارسېدلی چې په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې بېرته پرانیستل شي
ټولنه

یونیسف: له زده‌کړو د نجونو محرومیت روغتیايي خدماتو ته د امیندوارو ښځو لاسرسی سخت کړی

۲۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791982051]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینو په لوګر کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ اړوند سیمه کې د چاودنې خبر ورکړی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د افغان کډوالو د اېستلو دوام؛ پرون نږدې ۱۰۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.