ملګرو ملتونو ویلي چې که حکومتونه د بوختیاوو د رامنځته کولو لپاره ګامونه پورته نه کړي، په راتلونکو کلونو کې به ۸۰۰ میلیونه ځوانان د بېکارۍ له ګواښ سره مخ شي.
نوموړي بنسټ یکشنبه د اکتوبر پر ۱۸مه راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام رییس الکساندر ډي کرو کاري بازار ته د ننوتونکو ځوانانو د شمېر له زیاتوالي او کاري بوختیاوو له کمښته خبرداری ورکړی دی.
ډي کرو ویلي چې په راتلونکو ۱۵ کلونو کې شاوخوا یو میلیارده او ۲۰۰ میلیونه ځوانان له ښوونځيو فارغېږي او کاري بازار ته ننوځي خو اټکل کېږي چې یوازې به ۴۰۰ میلیونو ته بوختیاوې وي.
د نوموړي په خبره، جمعیتي لاملونه په ځانګړې توګه په ډېرو مخ پر ودو هېوادونو کې د نفوس ځوانوالی پر کاري بازار د فشار اصلي لامل دی.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام رییس زیاته کړې چې دا اټکل د ټيکنالوژۍ د اوسني وضعیت پر بنسټ شوی او د دغه وضعیت ښه والی د حکومتونو له تګلارو او ګامونو سره تړلی دی.





