۸صبح، کابل: د افغانستان په چارو کې د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی وایي، طالبان باید داسې یو بهیر رامنځته کړي، چې هر افغان ته د دې اجازه ورکړي ترڅو د سیاسي نظام، مشرانو او سیاستونو پروړاندې نظر ولري.
د افغانستان په چارو کې د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی ټامس نیکولسن یکشنبه د تلې پر ۱۷ د ټویټونو په خپرولو له یوې اوونۍ سفر وروسته له کابل بروکسل ته د ستنېدو خبر ورکړی دی.
هغه زیاته کړې، چې افغانستان له ستونزمن ژمي سره مخ دی او روسیه او چین باید د امریکا او اروپایي ټولنې مرستې د «بېلګې په توګه وګڼې» او افغانستان ته بشردوستانه مرسته ولېږي.
نیکولسن جوته کړې: «د انساني سرچینو وضعیت هم د خرابیدو په حال کې دی. اصلي اندېښنې یې د زده کړو، کار حق او په ټولنیز او سیاسي ژوند کې له ګډونه د ښځو او نجونو لیرې والی، د هزارهوو او نورو لږکیو پر حقونه او د بیان پر ازادۍ سخت محدودیتونه دي.»
د ویلو ده، چې د افغانستان په چارو کې د اروپایي ټولنې ځانګړی استازي کابل ته په یوه اوونۍ سفر کې له یو شمېر طالب چارواکو او د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره کتلي دي.