۸صبح، کابل: ایټالیوي ډیپلوماټ نیکولا بیلومو په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د نوي سرپرست په توګه د خپل کار د پیلولو خبر ورکړی دی.
بیلومو دوشنبه د تلې پر ۶مه، پر اېکس پاڼه کې ليکلي چې دا دنده په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د ارزښتونو او ګټو د استازولۍ لپاره په «خورا وياړ» سره پیلوي.
نوموړی د سلوانيایۍ ډېپلوماتې ورونیکا بوسکوویچ پوهار ځای ناستی شوی دی چې د ۲۰۲۴ کال له سپتمبر راهیسې یې دا مسوولیت پر غاړه درلود.
بیلومو تر دې وړاندې د اروپايي ټولنې د بهرني خدمتونو په اداره کې د افريقايي چارو د برخې ریاست پر غاړه درلود او له هغه مخکې یې په روانډا کې د اروپايي ټولنې د سفیر په توګه کار کړی دی.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولي له افغانستان سره په سیاسي، بشردوستانه او پراختیایي برخو کې فعالیت کوي او د دغه هېواد تحولات څاري.
دا بدلون په داسې حال کې رامنځته کېږي چې اروپايي ټولنې په افغانستان کې خپل ډیپلوماتیک حضور ساتلی، خو د طالبانو اداره یې په رسمي ډول نه ده پېژندلې.





