۸صبح، پکتیکا: په پکتیکا کې ځايي سرچینو خبر ورکړی چې د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې د دغه ولایت په شکین ولسوالۍ کې یو زدهکوونکی وژل شوی دی.
سرچینو دوشنبه د تلې پر ۶مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې د نورخان په نوم یو ۱۹ کلن ځوان د پکتیکا د شکین ولسوالۍ اړوند د انګور اډې په سیمه کې وژل شوی دی.
د سرچینو په خبره، دا ځوان د یوولسم ټولګي زدهکوونکی و.
له دې مخکې هم د دغه ولایت په ځينو سیمو کې د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.




